شاته

غني د تروډو سره په خبرو کې: ایران باید قربانیانو کورنیو غوښتنې په پام کې ونیسي

جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني او د کاناډا صدراعظم جستن تروډو د چهارشنبې په ماښام ( مرغومی ۲۵) په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په تهران کې د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې د الوتکې د نسکوریدو د پیښې د څرنګوالي په اړه خبرې کړي.

د ارګ د اعلامیې له مخې د کاناډا صدراعظم د ایران په پایختت تهران کې د مرغومی په ۱۸ مه د ایران د انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو له خوا د اوکراینۍ الوتکې د نسکورولو پیښه یوه ټکان ورکوونکې پېښه بللې ده.

په ایران د اوکراینۍ الوتکې د پریوتو په پیښه کې ټول ۱۷۶ تنه، چې زیات شمیر يې کاناډایان او ۱۳ تنه افغانان هم په کې شامل وو وژل شوي دي.

همداشان په دې پیښه کې برتانیې، جرمني، سویډن، اوکراین او ایران اتباع هم وژل شوي دي.

کاناډا صدراعظم په دغه ټیلیفوني مکالمه کې دایران حکومت له خوا د دغې پېښې مسوولیت منل یو مثبت ګام بللی خو ویلي دۍ، چې نورو ګامونو اخیستلو ته هم اړتیا شته.

ښاغلي تروډو په ټینګار ویلي، چې نړیواله ټولنه د اعتبار وړ تحقیقاتو د پرمختګ راتلونکو اقداماتو ته منتظره ده، ترڅو روښانه شي چې ستونزه چېرې وه.

د کاناډا صدراعظم ویلي، چې ایران باید په شفاف ډول نړیوالو تحقیقاتو ته د زمینې برابرولو لپاره اقدام هم وکړي او سمه لاره اختیار کړي.

لندن کې د همغږۍ او ځواب ویلو ډلې غونډه

د ارګ د اعلامیې له مخې صدراعظم تروډو ویلي، چې ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ ( مرغومی ۲۶ مه) به په لندن کې د دغې پېښې د پېښېدو د څرنګوالي په خاطر د لا زیاتې همغږۍ لپاره د نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو د لاس نیوي لپاره د جوړې شوې همغږۍ او ځواب ویلو ډله غونډه وکړي.

ښاغلي تروډو ویلي " موږ هڅه کوو چې د قربانیانو لپاره عدالت تامین او د دغې پېښې حقایق ښکاره شي".

افغانستان، کاناډا، برتانیا، سویډن او اوکراین د همغږۍ او ځواب ویلو د ډلې غړیتوب لري.

جمهوررئیس غني د کاناډا صدراعظم سره په دغو خبرو کې ویلي،چې د دې لپاره چې د دغې پېښې حقیقت معلوم شي نړیواله ټولنه باید خپل موثر رول ولوبوي او د قربانیانو حقوق دې تامین شي.

همداشان جمهور رئیس غني وویل، چې افغانستان هم د کاري ډلې غړیتوب لري.

ښاغلي غني وویل" ټینګار مو دا دې چې ایران په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي، ځکه زموږ هیوادوال د وضاحت غوښتونکي دي".

جمهور رئیس غني وویل، چې د کاري ډلې د دریځ ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه،چې ایران باید د قربانیانو د کورنیو غوښتنې په پام کې ونیسي.

جمهور رئیس غني وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست به کاناډایي پلاوي سره په همغږۍ پر مطرح شویو مواردو له نږدې کار وکړي.

ښاغلي غني وویل "موږ په سیمه کې د شخړو کمولو غښتونکي یووو".

ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ به په لندن کې د افغانستان، کاناډا، اوکراین، سویډن او د برتانیې بهرنیو چارو وزیران د نسکورې شوې اوکراینې الوتکې د پیښې وروسته خپله لومړۍ غونډه وکړي.