شاته

ټرمپ یو وار بیا د ایران د قدس ځواکونو پر مشر سلیماني د برید ننګه وکړ

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ایران د قدس ځواکونو پر قومندان جنرال قاسم سلیماني د خپل وروستي برید دفاع کړې او هغه یې د "نړۍ لومړی نمبر ترهګر" وباله.

ښاغلي ټرمپ چې د سه شنبې په ماښام د ( جنوري ۱۴مه) د سږ کال په لومړۍ کمپایني غونډه کې په ویسکانسن ایالت کې خبري کولې وویل " سلیماني د سړک غاړي ماینونو سره مینه درلوده."

ښاغلي ترمپ همدارنګه زیاته کړه ډیر شمیر کسان د سلیماني د اعمالو له امله لاسونه او پښې نلري.

د جمهور رئیس ټرمپ له ټاکنیزې غونډې سره په یو وخت ، شپږو مخکښو دیموکراتو کاندیدانو ددې ګوند په وروستۍ مناظره کې د ښاغلي ټرمپ پر کورنیو او بهرنیو سیاستونو او د ایران سره پر وروستیو تاوتریخوالو نیوکه وکړه.

یوه کاندید جوبایډن وویل د جمهور رئیس ټرمپ سیاستونه ددې لامل شوي چې امریکا په سیمه کې خپل متحدین او موقف له لاسه ورکړي او راتلونکی ولسمشر باید داسې یو کس ووسي چې د امریکا د متحدینو د یوځای کیدو وړتیا ولري.

په ورته وخت کې بل دیموکرات کاندید سناتور برني سڼدرز وویل له ایران سره د تاوتریخوالو په ډیریدو اندیښنه لري.

سناټور سنډرز ټرمپ د درواغو په ویلو تورن کړ او ویې ویل ښايي هغه امریکا داسې یوې جګړې ته دخیل کړي چې د عراق له جګړې ډیره بده وي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د امریکا له کورنیو او بهرنیو سیاستونو څخه د دفاع په کولو وویل، دیموکراتان یې په وړاندې دسیسې جوړوي او هغوی نشي کولای د امریکا له خلکو دفاع وکړي.