شاته

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۲۶ ولایتونو کې د '۵۰۰۰ محلونو' د رأیو بیاشمېرلو پرېکړه کړې

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د یو شمېر محلونو رأی شمېرنه کېدای شي د انتخاباتو پر پایلې لږه اغېزه ولري.

د دې کمېسیون له قوله، په ۲۶ ولایتونو کې به په نږدې ۵ زره محلونو کې د رأیو بیاشمېرنه وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له کابل پرته په ټولو ولایتونو کې د ټاکنیزو ډلو د ثبت شویو شکایتونو په اړه پرېکړه کړې ده.

د دې پرېکړې یوه برخه، په ۲۶ ولایتونو کې د نږدې پنځه زره محلونو دننه د رایو بیا شمېرنه ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون که څه هم په ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اړه بشپړ جزییات نه ورکوي، خو وايي، هغه پرېکړې چې تر اوسه شوي، د ټاکنو پر لومړنیو پایلو کوم تاثیر نه لري، خو په یو شمېر محلونو کې د رایو بیا شمېرنه به پر پایلې اغېز ولري.

د دې کمېسیون د درالانشا ريیس چمن شاه اعتمادي وايي، هغه رایې چې په ولایتونو کې باطلې او یا هم با اعتباره شمېرل شوي، شمېر یې ډېر نه دی.

ښاغلي اعتمادي وویل: "په ولایتونو کې د باطل شویو او یا هم با اعتباره شویو رأیو شمېر ډېر نه دی چې د ټاکنو پر پایلې اغېز وکړي، خو د هغو محلونو چې بیل شمېرل کېږي، بیا شمېرنه یې کېدای شي بدلون راولي."

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دایکندي دفتر په دې ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون شپږ کمېشنران څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا ريیس چمن شاه اعتمادي دا خبر تاییدوي او وايي، د دوی ولایتي کمېسیونونه د خپلواکې مرجع په توګه مستقل دي، خو په دې پرېکړه کې بدلون هم راتلای شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونه د دې ډول پرېکړو حق نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند ذبیح الله سادات وویل: "د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیونونه نه شي کولای د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي څارنوالۍ ته معرفي کړي، د دوی د واک ساحه معلومه ده. دا پرېکړه د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي کمېسیون صلاحیت دی."

د ټاکنو د قانون له مخې، په ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شکایتونو د تصنیف بندۍ، څېړنې او په اړه یې د پرېکړې کولو ۱۵ ورځنی وخت نن پای ته رسېږي، خو په ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اړه د نږدې ۵۰۰ قضیو اړوند د استیناف غوښتنه هم شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د غبرګولي یا جدي میاشتې له ۲۴مې نېټې یعنې د سه‌شنبې ورځې راهیسې، معترضین حق لري چې له دوی سره د ۳ ورځو په اوږدو کې د استنیاف غوښتنه وکړي.

که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د استیناف غوښتنې شکایتونو د ثبت بهیر سبا پیلوي، مګر د هغو محلونو بیا شمېرنه لا هم نه ده پیل شوې چې د کمېسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړو پر بنسټ باید سره سره وشمېرل شي.