شاته

پکتیکا کې هغه پلار له ګواښونو سره مخ شوی چې خپلې ۳ لورګانې ښوونځي ته وړي

په پکتیکا ولایت کې هغه پلار چې خپلې درې لورګانې په زیات واټن تر ښوونځي بیایي او راولي د ګواښونو او خبرداریو له امله اندېښمن دی.

میا خان اکا د سې شنبې په ورځ د ازادي راډیو د ځوان فکر خپرونې ته وویل چې په سیمه کې ورته خلکو خبرداری ورکړی چې نور به خپلو لوڼو ته د ښوونځي د تګ اجازه نه‌ورکوي.

په دې پروګرام کې له پوهنې وزارت او نورو مېلمنو سره هم په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په اړه بحث شوی.

دا خپرونه فېروزه عزیزي وړاندې کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

میاخان اکا سره مرکه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:53:46 0:00
مستقیم لېنک