د امریکا پوځ لوی درستیز افغانستان ته تللی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د امریکا پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ کابل ته تللی او ددې هېواد له مشرانو سره یې کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوی، په دې کتنه کې جنرال ډنفورډ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه ځانګړو ځواکونو ستاینه کې چې په دغسې سختو شرایطو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
هغه همداراز ویلي، د افغانستان ځانګړي ځواکونه په سیمه کې بې ساري دي.
د افغانستان اجراییه ریاست هم ویلي، افغانستان کې د سولې ټینګښت، له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغانستان او امریکا وسله والو ځواکونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا هغه موضوع ګانې وې چې ښاغلي عبدالله او ډنفورډ پرې خبرې وکړې.
ښاغلي ډنفورډ د افغانستان د حریم په ساتنه او ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا ستایلې.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا به د افغانستان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او ژمنه ده چې دا ځواکونه په هر اړخیز ډول پیاوړي او سمبال کړي.
څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر له افغانستان نه د لیدنې پرمهال ویلي و چې کابل ته د راتګ هدف یې دا دی چې افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن ته ته ډېر واکونه ورکړي.
د افغانستان د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د ناټو چارواکو ویلي چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېرو ډېروالي ته په کتو، د نړیوالو ځواکونو هوایي بریدونه به هم ډېر شي.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې افغانستان کې مېشتو امریکایي سرتېرو واکونه یې ډېر کړي ترڅو د طالبانو او د افغانستان دولت نورو مخالفینو پروړاندې جګړه کې ګډون وکړي.
په دغو راپورونو کې د ښاغلي نېکلسن له قوله ویل شوي چې تردې وړاندې نړیوالو ځواکونو تر هغه پر هغوی هوایي بریدونه نه کول چې هغوی ته ګواښ نه ګڼل کېدل.