شاته

د فرانسې د برید په تړاو دوه نور کسان هم ونیول شول

د دغو دوو نورو کسانو په نیولو سره د نیس ښار د ګاډي د برید په تړاو د نیول شویو مشکوکو کسانو شمېر اووه ته ورسېد. پولیس چارواکي وايي دغه دوه کسان یې د یکشنبې په سهار نیولي دي، مګر په اړه یې ډېر جزییات ورکړل شوي نه دي.

د نیس په ښار کې د جمعې په ورځ یو موټروان خپله لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې وروست او شاوخوا ۸۴ تنه یې ووژل او ګڼ نور ژوبل شول.

پولیس له مشکوکو کسانو پلټنې کوي چې معلومه کړي، بریدګر یوازې و، که کومې ډلې یا نورو خلکو هم ورسره په دغه کار کې مرسته کړې ده.

فرانسې د دغې پېښې له کبله د دریو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی چې نن یکشنبه یې وروستۍ ورځ ده. د پېښې په ځای کې خلکو د قربانیانو په یاد د ګلانو ګېډۍ اېښې دي او ژوند هم تر ډېره عادي شوی دی.

د داعش اورپکې ډلې د دغه برید مسولیت منلی او په خپلې ویپاڼې کې یې دغه تونسي بریدګر ګر یو سرتیری یاد کړی دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل چې لا د بریدګر او داعش د ډلې ترمنځ اړیکه معلومه نه ده، مګر بریدګر ډېر ژر افراطي شوی دی.

دا په فرانسې کې د خپل ډول تر ټولو لومړنی او خونړی برید بلل کیږي.