BBC
 شاته

د قیصاري ضد عملیاتو پای؛ لا هم د قیصاري پته نشته

د افغانستان شمال ته بلخ کې پولیس وايي، د ځايي قومندان نظام الدین قیصاري د پټنځي او کور د پلټلو عملیات پای ته رسېدلي دي. د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل بي بي سی ته وویل، دا عملیات تېره شپه لس بجې پای ته ورسېدل، خو د ښاغلي قیصاري د نیولو او مرګ ژوبلې په هکله یې څه ونه ویل.