شاته

د پخواني شوروي اتحاد خوشه یي بمونه اوس هم افغانان وژني

غلام محی الدین په خواشینۍ خپل څلوارلس زوی مجتبی یادوي. مجتبی په پسرلي کې د هغه بم په چاودنه کې ووژل شو چې څلویښت کاله د مخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د بامیان په غونډیو کې اچولی و.

غلام محی الدین وایي"زما زوی، او په کلي کې زموږ د ګاونډ دوه هلکان، په دې غره کې د روسیې د یرغل له وخته یو کلستر بم پیدا کړ. بم درې واړه ووژل، او ټوټې ټوټې شول. د دوو هلکانو جسدونه په نیمایي کې پرې شوي وو، زما د زوی د بدن ښکته برخه، د سینې لاندې، ورک و او پاتې برخه یې هم ټوټه ټوټه شوې وه."

مجتبی او دوه ملگري یې د توتانو د ټولو لپاره غونډۍ ته ختلي و چې د کلستر (خوشه یي) بم چاودنه کې ووژل شول.

دا بمونه یوازې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا کارول کیدل.

د بشري حقونو د څار د ډلې د ٢٠١٦ کال د راپور له مخې خوشه یي بمونه په دې وروستیو کې په سوریې کې کارول شوي دي.

په سیمه کې د ماین پاکونکې ډلې مشر بشیر احمد وایي "دا تر ټولو خطرناکه بمونه دي او د خوځښت په مقابل کې ډیر حساس دي."

په هغه ځای کې چې مجتبی او ملگري یې وژل شوي د ډنمارک د ماین پاکونکي ډله یوه سپینه لیکه جوړه کړې چې خلکو ته خوندي لارې وښي.

بامیان به ډیر ژر د افغانستان له ٣۴ ولایتونو څخه لومړی ولایت وي چې د ماینونو څخه پاک اعلان شي. په دې لاسته راوړنه کې ښځو مهم رول ادا کړی.

ماین پاکونکې، زهره وایي "موږ دلته د ښځو په حیث د ماینونو د پاکولو مخکښان یو او دا خورا ښه دی او کولی شي نورې میرمنې زموږ سره د یوځای کیدو لپاره وهڅوي چې په ګډه بامیان له ماینونو پاک کړو او دا ځای د کورنیو او ماشومانو لپاره په خوندي ځای بدل کړو. "


د حکومتي شمیرو له مخې، په تیر یوه کال کې ماینونو او د نورو جگړه ییزو پاتې شونو توکو له امله ١،٣٩١افغانان وژل شوی یا ټپیان شوي دي چې اکثره قربانیان یې ماشومان وو.