شاته

جان بس: افغانستان کې بهرنۍ مرستې شخصي جیبونو ته ځي

په کابل کې د امریکا سفیر وایي، په افغانستان کې په پراخه کچه د فساد له امله نړیوالې ټولنې په دغه هیواد کې له فساد سره پر مبارزې خپل باور له لاسه ورکړی دی.

نن د یکشنبې په ورځ «لیندۍ ۲۴مه»افغان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په تړاو په ارګ کې کلنی کنفرانس جوړ کړی وو، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو سر بیره په کابل کې د امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې سفیرانو او دپلوماتانو هم په کې ګډون کړی وو.

ولسمشر غني دې کنفرانس ته وویل، چې د حکومت په پنځه کلنه موده کې يې د فساد سره د مبارزې په برخه کې له تقنیني، عدلي او قضايي پلوه لاس ته راوړنې لرلې، خو زیاته کړه چې لا هم د فساد پر وړاندې د مبارزې په مخ کې ګواښونه شته دی.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په تړاو په ارګ کې کلنی کنفرانس
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په تړاو په ارګ کې کلنی کنفرانس

جمهور رئیس محمد اشرف غني دغه کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، چې د فساد سره د اغیزمنې مبارزې لپاره ګډ کار او د مسؤلو ادارو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا ده.

ښاغلي غني وویل:"د ادارو ترمنځ زمونږ همغږي کمزورې ده او په دې برخه کې اساسي کمزوري لرو... وظیفوي تداخل اوس هم د تطبیق په برخه کې یوه جدي ستونزه ده".

هغه د عوایدو د راټولولو په برخه کې د غیر مسوولو افرادو د مداخلې سربیره د پروژو د مدیریت مسئله هم د فساد پر وړاندې د ستونزې په توګه یاده کړه.

  • لاس ته راوړنې

جمهور غني د خپل حکومت په پنځه کلنه دوره کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" د راپور له مخې د افغان حکومت له خوا د ۱۰۲ ژمنو شوو شاخصونو له ډلې ۸۲ شاخصونه په بشپړ ډول تطبیق شوي دي.

هغه همدارنګه، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضايي ملي ستراتیژۍ ترتیبول، د اداري فساد سره د مبارزې د قانون توشیح، د اداري فساد د جرمنو په اړه د اطلاع ورکوونکو د ملاتړ قانون او د لوړپوړو دولتي مقاماتو د شتمنیو د ثبت، ارزونې او خپرولو قانون په دې برخه کې د خپل حکومت د لاس ته راوړنو په توګه یاد کړل.

ښاغلي غني وویل:"د قانون حاکمیت د قانون په نشتون کې دود کیدلی نشي. په تیرو پنځه کلنو کې د دې لپاره، چې مونږ وتوانیږو د فساد د پدیدې سره د یو هدف په توګه مبارزه وکړو د فساد سره د مقابلې لپاره مو قانوني تهدابونه کیښودل".

هغه وویل، د فساد سره د مبارزې لپاره د افغانستان د اداري فساد د درنو جرمنو عدلي او قضايي مرکز له زرو زیاتې دوسیې ارزولي او د دغو دوسیو په تړاو ۲۰۰ تنو ته سزا اورول شوې ده.

ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړه، چې په دې شمیر کې د وزارتونو د معینانو، جنرالانو او والیانو په ګډون شاوخوا اویا تنه لوړپوړې دولتي چارواکي هم شامل دي.

  • د نړیوالې ټولنې اندیښنې

خو په کابل کې د امریکا سفیر دې غونډې ته په وینا کې وویل، چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د فساد سره پر مبارزې خپل باور له لاسه ورکړی دی.

سفیر جان باس، په افغانستان کې په پراخه کچه د فساد شتون افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په برخه کې د یو ستر خنډ په توګه یاد کړ او ویې ویل، چې نړیواله ټولنه دا ګڼي، چې د دوی مرستې د ګوتو په شمار کسانو په جیبونو کې لویږي.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما هم وویل، چې د افغانستان له ادارې فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د فساد د مخنیوي په برخه کې لازم کار نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشر تدامیچو یماموتو ویلي و، چې افغان حکومت باید د قوانینو پر عملي کولو او له قانون څخه پر سرغړوونکو باندې تمرکز وکړي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په تړاو په ارګ کې کلنی کنفرانس
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په تړاو په ارګ کې کلنی کنفرانس

خو جمهور رئیس غني په ننني کنفرانس کې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر ګډ کار ټینګار وکړ او ويې ویل، چې افغان حکومت به د فساد سره د نړیوالې ټولنې نیوکو ته په ورین تندې هرکلی وايي، بلکې د ښاغلي غني پر وینا په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې وړاندیزونه هم په ورین تندې مني.