شاته

د قیصاري د نیولو په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې، عملیات روان دي

افغان امنیتي ځواکونو په مزار کې د قیصاري کور محاصره کړی او د هغه د نیولو په هڅه کې دوه تنه وژل شوي دي.

د بلخ امنیتي مسولین وايي چې د مزارشریف په ښار کې یې د یو تن وسله وال او د جنبش د ګوند پخواني قوماندان نظام الدین قیصاري کور محاصره کړې دی.

پولیس وايي چې د امنیتي ځواکونو له خوا د نظام الدین قیصاري پر کور عملیات شروع شوي وو مګر د قیصاري له خوا ورسره مقاومت کیږي، ډزې تبادله شوي او یو پولیس ټپي شوی دی.

په بلخ کې د پولیسو قوماندان اجمل فایز وايي چې نظام الدین قیصاري په دې وروستیو ورځو کې د خلکو مالونه چور کول او سرایونه یې غصبول.

هغه وویل"د خلکو مالونه یې چور کول، د خلکو په کورونو وننوتل، سرایونه یې غصبول، په عایداتي ځایونو کې یې خپل وسله وال ځای پر ځای کول او له هغه ځای به یې پیسې اخیستې، مونږ ته له قیصاري څخه دوامداره شکایتونه راورسیدل او بلاخره مو د هغه د نیولو اقدام وکړ."

اجمل فایز وايي چې له قیصاري سره یې له ۱۵۰ نه تر ۲۰۰ تنو پورې وسله وال په کور کې دي او له پولیسو سره مقاومت کوي.

د افغان امنیتي ځواکونو او د قیصاري د وسله والو ترمنځ د ماښام تر ناوخته پورې ډزې تبادله کیدلې، او لا هم د هغه د کور محاصره نه ده ماته شوې.

د بلخ د امنیې قوماندان وايي: " له پرون شپې راپه دیخوا پولیس، ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونو د هغه د کور شاوخوا یو، جګړه دوام لري او هڅه کوي چې قیصاري ځان قانون ته وسپاري."

د بلخ د پولیسو یوې بلې معتبرې منبع ویل چې په دغه جګړه کې د قیصاري دوه تنه ساتونکي وژل شوي دي، او وخت یې غوښتی چې ځان به پولیسو ته وسپاري.

دغې منبع ویلي چې بلخ ته د جنبش د ګوند مرستیال راغلی او د قیصاري د قضیې په اړه یې د بلخ له والي اسحاق رهګذز سره لیدلي ترڅو د قیصاري قضیه د خبرو له لارې حل کړي.

له دې پرته یو شمیر ازبک سپین ږیرو او قومي خلکو هم له جنرال عبدالرشید دوستم سره په تیلیفون کې خبرې کړي چې د قیصاري قضیه د خبرو له لارې هواره کړي.

مزارشریف ښار چې د نورو شمالي ولایتونو په نسبت ارام ګڼل کیږي، د تیرې شپې راهیسې یې جنوبي څنډه کې د نظام الدین قیصاري او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده چې هوايي قواو هم په کې برخه اخیستې ده.

امنیتي مسولین وايي چې د قیصاري د کور له شاوخوا سیمو څخه عام خلک له کورونو وتلي او په جګړه کې تر اوسه ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.