شاته

په غزني کې د سیمه ییزې اردو پر غړیو برید

یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو او نشریو په وروستیو ګڼو کې د غزني په قره باغ ولسوالي کې د سیمه ییزې اردو د یوه عسکر له لوري پر نورو سرتېرو د حملې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې برید کې د سیمه ییزې اردو یو شمېر سرتېري ووژل شول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، طالبان د وژل شویو سرتېرو شمېر ۳۲ تنه ښيي خو دفاع وزارت ازادي راډیو ته د ۹ تنو وژل کېدا تایید کړه.

ورځپاڼه وايي چې په دې برید کې د سیمه ییزې اردو یوه سرتېري خپل ټول ملګري وژلي، وسلې، مهمات او هاموې موټر یې ورسره وړي او طالبانو ته سپارلي دي.

نیویارک ټایمز وايي چې دې کار د سیمه ییزې اردو د کار په اغېزمنتیا کې پوښتنې پورته کړي دي.

د ورځپاڼې پر اساس، له یوې خوا دا اردو مهمه ده ځکه وروسته له دې چې ملي اردو سیمې له طالبانو تصفیه کوي، د هغو د امنیت او ساتنې مسوولیت سیمه ییزې اردو ته سپاري، خو له دې سره په یو وخت د دغو ځواکونو د ګومارلو او تفتیش پروسه ډېره جدي نه ده او په اسانه پکې نفوذ کېدای شي نو دا ډول پېښې بیا هم تکرار کېدای شي.

د افغان چارواکو په وینا د سیمه ییزې اردو د غړیو شمېر ۷ زرو ته رسېږي او دا کسان د ملي اردو له لوري روزل کېږي چې خپلې سیمې یا د طالبانو له کنټروله ازادې شوې سیمې وساتي.

ډیجټل ژورنال خپرونې په وروستۍ ګڼه کې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: (افغانان د طالبانو په شان له بهرنیو ځواکونو وېره لري، خو دوی د طالبانو ډېر لږ ملاتړ کوي.)

خپرونې د ایشا فونډېشن وروستۍ سروې ته اشاره کوي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې د جولای له لومړۍ د اګست تر اوومې پورې کړې او په لړ کې یې له ۱۷ زره افغانانو څخه پوښتنې کړي دي.

له دې نظرپوښتنې څخه څرګندېږي، چې د افغانانو لوی اکثریت د سولې پروسې ته هیله من دي او په سلو کې ۸۹ پوښتل شویو د سولې د اوسنیو خبرو ملاتړ کړی دی.

تر ۵۳ فیصده ډېرو پوښتل شویو ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د سولې په پروسه کې مهم عنصر نه دی. لږ شمېر پوښتل شویو د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کړی خو تر ۵۳ سلنې ډېرو ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني پر حکومت باور لري او د سولې په خبرو کې د دغه حکومت د ګډون غوښتونکي دي.

د ایشیا فونډېشن له سروې داسې ښکاري چې په سلو کې ۱۳ افغانان د طالبانو ملاتړ کوي.