شاته

فیروزه عزیز: غواړم د امریکا د کانګرس غړې شم

فیروزه عزیز په "ټیک ټاک" کې د چین ایغور مسلمانانو په هکله ویډیويي پیغام خپور کړی وو، هغه وايي چې دې کار یې د ژوند هدف بدل کړی او غواړي چې په راتلونکې کې سیاست ته مخه کړي او د کانګرس غړې شي.

فیروزې عزیز امریکا غږ ته وویل چې د ایغور مسلمانانو په هکله خپره شوې ویډیو له ۸ میلیون ځلې زیاته خلکو شریکه کړې ده.

فیروزه وايي "زما پیغام په ټیک ټاک کې ۲ میلیون ځلې شریک شوی وو، په نورو ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، انستګرام کې له ۶ میلیون ځلې زیات شریک شوی وو."

هغه وايي راتلونکي پلان یې په چین کې د ایغور مسلمانانو په هکله د کمپاین پیلول دي.

فیروزه وايي: "دا زما پیغام وو، اوس یې د امریکا غږ لیدونکو ته وایم، د ټولو مسلمانانو دنده ده، موږ اړتیا لرو چې پوه شو چې څه روان دي، بې ګناه خلک وژل کیږي، بې ګناه خلک کمپونو کې ساتل کیږي، یو شمیر یې سوزول شوي، یو شمیر بیرته ژوندي نه دي راغلي دا نسل وژنه ده، موږ باید په هکله یې اوس خبرې وکړو، چپ پاتې کیدی نشو."

فیروزه عزیز: غواړم د امریکا د کانګرس غړې شمه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00

فیروزه وايي چې هدف یې د خلکو پوهاوی وو، او د بې ګناه خلکو د وژلو پر وړاندې غږ پورته کول وو.

رپوټونه ښیي چې نږدې یو میلیون ایغور مسلمانان په توقیف خانې اچول شوي،خو د چین حکومت وايي دا کمپونه د مسلکي روزنو لپاره جوړ شوي چې په هغه هیواد کې په میشتو مسلمانانو کې د تندلاریتوب مخه ونیول شي او خلک وکړی شي نوي مهارتونه زده کړي.

فیروزه عزیز وايي نه یوازې د افغانستان د تعلیم په برخه کې به کار کوي، بلکې غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې هم افغانستان لپاره کار وکړي.