شاته

'په ارګ او سپیدار ماڼۍ کې د غني او عبدالله ټاکنیزې ناستې د قانون خلاف دي'

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه او حقوق پوهان په انتخاباتي مسایلو کې د ملي یووالي حکومت د رهبرانو له لوري له دولتي امکاناتو استفاده د قانون خلاف بولي.

په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني لوري د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم له ناستې یوه ورځ وروسته، تېره شپه د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم په سپیدار ماڼۍ کې د ثبات او همپالنې ټیم له رهبرۍ سره ناسته درلوده.

ښاغلي عبدالله د اوو ولایتونو پنجشېر، فاریاب، بغلان، سرپل، تخار، جوزجان او بدخشان د رأیو بیاشمېرنې په تړاو خپله پرېکړه له سپیدار ماڼۍ څخه اعلان کړه. نوموړي د ټاکنیزو مشورو لپاره د خپل ټیم غړي دغې دولتي ادارې ته وربللي وو او د شپې ډوډۍ یې هم ورکړه.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړي فضل احمد معنوي د دغې ناسته په اړه ازادي راډيو ته وویل، په اجراییه ریاست کې د دې ناستې په ترسره کولو سره دوی وغوښتل دا وښیي چې لا هم په حکومت کې ونډه لري.

ښاغلي معنوي وویل: "موږ د یو ځل لپاره وغوښتل چې خپله ناسته په اجراییه ریاست کې وکړو، تر څو وښیو چې لا هم موږ د حکومت یوه برخه یو او همدا لامل دی ترڅو چې غوښتنو ته د رسیدګۍ امکان وي او دروازې زموږ پر مخ مکملې تړل شوې نه وي، موږ ګام په ګام د ټاکنو له پروسې سر پاتې کېږو. هرکله چې دروازې زموږ پرمخ وتړل شي، طبیعي ده چې موږ به خپل تصمیم ونیسو."

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) وایي، دا چې ټولو نوماندانو ته په دولتي تاسیساتو کې د دا شان ناستو جوړولو امکانات نشته، نو هغه کاندیدان چې د حکومت برحال غړي دي، باید له دې کاره ډډه وکړي.

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل، د دا شان ناستو جوړول په دولتي ادارو کې توپیري چلند او د لوبې د قاعدې خلاف کار دی. ښاغل رشید وویل، "د قانون او قاعدې پر اساس باید له دولتي امکاناتو د نوماندانو پر ضد یا ګټې کار وانه خیستل شي."

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) ویاند احمد زبیر حبیب زاده هم د حکومتي مشرانو له خوا د ټاکنیزو اهدافو لپاره له دولتي امکاناتو استفاده د نورو کاندیدانو لپاره حق تلفي ګڼي.

د حبیب زاده په خبره، د ولسمشرۍ ټول نوماندان باید مساوات او برابري په نظر کې ونیسي.

د افغانستان د ټاکنو قانون د نوماندانو پر ضد یا د هغوی په ګټه د دولتي سرچینو کارول منع کړي.

د دغه قانون د لسمې مادې د دوهم بند له مخې "د یوه مشخص کاندید په ګټه او یا ضرر د هر ډول شتمنیو، تسهیلاتو او دولتي سرچینو کارول منع دي. له عامه او دولتي سرچینو او تسهیلاتو څخه برابره ګټه اخیستنه د دې قانون د احکامو له مخې له دې حکم څخه مستثنی دي."

حقوق پوهان په ارګ او سپیدار ماڼۍ کې د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوا د ټاکنیزو ناستو جوړول له قانون سره په ټکر کې بولي.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان مصباح وایي، په دولتي ادارو کې هر ډول انتخاباتي ناستې د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان پورې، د انتخاباتو د قانون د لسمې مادې خلاف عمل دی.

ښاغلي مصباح وویل: "د دغه شان ناستو تر سره کول عادلانه او رڼو انتخاباتو ته زیان رسوي. نوماندان باید د لوړې تر مراسمو پورې له دا شان غونډو جوړولو ډډه وکړي."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د ښاغلي عبدالله د تېرې شپې تر ناستې یوه ورځ دمخه، ښاغلي غني هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له خپلو انتخاباتي پلویانو سره غونډه درلوده.

د دولت جوړوونکي ټیم غړي کبیر رنجبر چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود، ازادي راډیو ته وویل چې په هغې ناستې کې پر انتخاباتي مسایلو سلا مشورې وشوې.

ددې ترڅنګ د دولت ساز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح هم په ځینو دولتي ناستو او سفرونو کې له ولسمشر سره مل وي چې د قانون خلاف دی.

خو ددغه ټیم یو غړی داوود سلطان زوی وايي چې ښاغلي غني د ولسمشر په توګه حق لري له سیاستوالو سره وګوري.

هغه په ارګ کې د دغه ټیم هرډول ناسته رد کړه.