شاته

د کانگرس د استازو د مجلس قضایي کمیټې د ټرمپ ضد تورونه تائید کړل

د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس قضایي کمیټې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د استیضاح لپاره تورونه تائید کړي دي.

پدغو تورونو کې د سیاسي گټو لپاره له واک نه ناوړه ګټه اخیستنه او د اوکراین د قضیې په اړه د کانگرس د پلټنو په وړاندې د خنډونو رامنځ ته کول شامل دي.

په قضایي کمیټه کې ددغو تورونو تائید چې اکثریت غړي یې دموکراتان دي، تر ډیره حده د جمهور رئیس ټرمپ د استیضاح لپاره لاره پرانیزي.

خو بیا هم ټاکل شوی چې د جمهوري غوښتونکو په گډون د کانگرس غړي راتلونکې اونۍ د ښاغلي ټرمپ د استیضاح په اړه رای ورکړي.

ښاغلي ټرمپ او د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړو تر اوسه د دموکراتانو له لورې لگول شوي تورونه رد کړي دي او هغه یې د سیاسي انگیزې له مخې لګول شوي تورونه گڼلې دي.

که په کانگرس کې د راتلونکې اونۍ رایه اچونه د ښاغلي ټرمپ په ضد تورونه تائید کړي، هغه به د امریکا په تاریخ کې دریم جمهور رئیس وي چې د کانگرس له لورې استیضاح کیږي.

دموکرات جمهور رئیس بل کلینتن، په ١٩٩٨ کال کې استیضاح شو، خو خپله وظیفه یې له لاسه ورنکړه. بل دموکرات جمهور رئیس اندریو جانسن، هم په ١٨٦٨ کې استیضاح شوی و. همداراز د امریکا بل جمهور رئیس ریچارډ نیکسن، دمخه تر دې چې په ۱۹۷۴ کال کې استیضاح شي، له خپل مقام نه استعفا ورکړه.

د امریکا اوسنی جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امریکا د راتلونکي کال انتخاباتو ته نوماند دی، دغه انتخاباتي سیالي د څو میاشتو راهیسې د استازو د مجلس له لورې د استیضاح د هڅو تر شعاع لاندې راغلې ده.