شاته

په اروپا کې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي افغانان دي

د پناه غوښتونکو د لومړنۍ نړیوالې غونډې په درشل کې د ملگرو ملتونو د سازمان د مهاجرت ادارې د افغنستان د مهاجرینو او بېځایه شویو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ددې ادارې ویاند بابر بلوچ، په ژنیو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان اوسیدونکي اوسمهال په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو ستر جمعیت دی چې په هیواد د امنیتي وضعیت د خرابۍ په وجه اروپا ته تللي دي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرت د ادارې د معلوماتو له مخې په مجموعي توگه ۴.٦ میلیون افغانان له خپلو کورونو بیځایه شوي دي. پدغه شمیره کې له افغانستان بهر ٢.٧ میلیونه رسمي مهاجرین او هم شاوخوا دوه میلیونه داخلي بیځایه شوي کسان شامل دي.

ښاغلي بلوچ ویلي چې د افغانستان دولت داخلي بیځایه شویو ته د لازمو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره او هم کوربه هیوادونه ددغو مهاجرینو د وضعیت د ښه والي لپاره زیاتو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل: "د رسمي شمیرو له مخې شاوخوا ۴٨ زره افغان مهاجر او بې سنده ماشومان د ایران په ښوونځیو کې زده کړې کوي... په پاکستان کې دولت او یو ان اچ سي آر د مهاجرینو د ملاتړ د زیاتیدو هڅه کوي...په افغانستان کې دننه د بیرته راستنیدونکو او بیځایه شویو کسانو د ملاتړ لپاره پروگرامونه روان دي...خو دغه په ځانته ځان ناشوني دي او د نړیوالې ټولنې زیاتو هڅو ته اړتیا ده".

د هغو شمیرو له مخې چې ښاغلي بلوچ وړاندې کړې د افغانستان اکثر مهاجر او بیځایه شوي ځوانان دي. په ایران او پاکستان کې د موجودو مجموعي مهاجرو له جملې نه له څلورو څخه درې یې د ٢٥ کالو لاندې عمرونه لري.

ښاغلي بلوچ وویل: "دغه ځوان مهاجرین د افغانستان راتلونکې جوړوي او د هیواد د پرمختگ لپاره د هغوی رول حیاتي دی – خو ددې لپاره چې دا ډول رول ولوبولی شي، ملاتړ ته اړتیا لري."