شاته

عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل په ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمیرلو ته اجازه ورکړي

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند، عبدالله عبدالله له خپلو ملاتړو غوښتي چې د ټاکنو کمیسیون ته دې وخت ورکړي چې د ۷ ولایتونو د رایو بیا شمیرنه بشپړه کړي.

د عبدالله ملاتړو په دغو ولایتونو کې د رایې مرکزونه وروسته له هغې وتړل چې د دغو مرکزونو ۳۰۰ زره جنجالي رایې د بیا شمیرنې په بهیر کې شامل کړل شوې.

عبدالله عبدالله دغه خبرې څو ساعته وروسته له هغې ناستي کړي چې د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د ولسمشرۍ له بیلابیلو ډلو استازو سره د دوي ستونزو ته د حل لپاره جوړه کړې وه چې بې نتیجه پاې ته ورسیدله.

د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون مشرې، حوا علم نورستانۍ له معترضو نوماندانو څخه وغوښتل چې په دغو ۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې مخې نیولو د کمیسیون د کار له ستونزو سره مخ کړی.

ښاغلي عبدالله په خبري کنفرانس کې وویل: "د افغانستان اتل ولس څخه، په ځانګړې توګه د دغو ۷ ولایتونو له قهرمان ولس او خپلو ملاتړو هیله کوم چې د یکشنبې په ورځ دې د کمیسیون کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې د رایو بیا شمیرنه بشپړه کړي. په داسې حال کې چې د زړه له تله د دوي دغه اتلولي ستایم او مننه ترې کوم. "

ښاغلي عبدالله وویل چې دغه کار یې د ټاکنو کمیسیون سره د حسن نیت ښودلو په پار کړی چې کمسیسون د دغو ۷ ولایتونو د رایو په اړه خپله پریکړه بدله کړي خو دا یې هم ویلي چې "په دغو مرکزونو کې اچول شویو ۳۰۰ زرو رایو د باطل کیدو غوښتنې څخه نه تیریږم."

ښاغلي عبدالله وویل: "غواړم یو ځل بیا په دې تاکید وکړم چې هیڅ ډول نتیجه، که هغه ابتدایي وي او که قسمي او یا هم نهایي چې تقلب په کې شوی وي، نه منم"

د رایو د بیا شمیرلو په اړه د ټاکنو د کمیسیون پریکړه په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ګڼو کاندیدانو د سخت غبرګون سره مخ شوه او تر دې دمه د افغانستان په څو ولایتونو کې د دغې پریکړې ضد لاریونونه هم شوي دي.

د ټاکنو د کمیسیون مسئولین وایي چې په خپل کار کې یې هیڅ ډول قانون څخه سرغړونه نه ده کړې او دغه کمیسیون د ټاکنو د پایلو اعلان کولو ته ژمن دی.