شاته

ټاکنیز جنجالونه؛ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشورتي ناسته بې نتیجې پای ته ورسېده

د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د شاوخوا ۳۰۰ زره جنجالي رأیو په اړه د انتخاباتي ټیمونو او سیاسي ګوندونو له استازیو سره د انتخاباتي کمېسیونونو مشورتي ناسته بې نتیجې پاې ته ورسېده.

په دغه ناسته کې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو غړو، د کاندیدانو استازو، څارونکو او د مدني ټولنې غړو برخه درلوده، ترڅو په ټاکنیز بهیر کې رامنځته شوي ته د حل لاره ومومي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیسې زهره بیان شینوارې وویل، له رامنځته شوي بن بست د وتلو لاره دا ده چې انتخاباتي قوانین طرزالعملونه او لوایح تطبیق شي.

اغلې شینوارې د ولسمشرۍ ټاکنو د نتایجو په اعلان کې پر ځنډ اندېښنه وښوده او د ټاکنو پر کمېسیون یې غږ وکړ چې بن بست پای ته ورسوي او کاندیدان هم پرېږدي چې کمېسیون خپل کارونه د قانون له مخې مخته یوسي.

نوموړې وویل: "هماغسې چې موږ ټینګار کړی، یوازې بیومټریک شوې رأیې چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ په ټاکل شوي وخت کې کارول شوې دي، د اعتبار وړ دي. همداراز په اوس وخت کې د قسمي پایلو اعلان د ټاکنو له قانون او ټاکنیزو طرزالعملونو سره مطابقت لري او هرڅه ژر باید د ریاست جمهوري انتخاباتو ابتدایي نتایج اعلان کړي."

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي قاسم الیاسي وویل، دوه مسئلې د جنجال اساس جوړوي چې یو یې ۱۰۲ زره له ټاکل شوې وخت څخه بهر کارول شوې رأیې او ۱۳۷ زره نورې قرنطین شوې رأیې دي.

اغلې نورستانۍ له معترضو کاندیدانو او په تېره بیا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټیم څخه یې وغوښتل چې پرېږدي په پاتې اوو ولایتونو کې هم د رأیو بیا شمېرنه بشپړه شي.
اغلې نورستانۍ له معترضو کاندیدانو او په تېره بیا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټیم څخه یې وغوښتل چې پرېږدي په پاتې اوو ولایتونو کې هم د رأیو بیا شمېرنه بشپړه شي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، ددوی د پلټنو له مخې دغه رأیې معتبرې دي او د تخنیکي ستونزو په سبب نه شي باطلېدای.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ یو ځل بیا ددغو کمېسیون پر پخواني دریځ ټینګار وکړ.

اغلې نورستانۍ له معترضو کاندیدانو او په تېره بیا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټیم څخه یې وغوښتل چې پرېږدي په پاتې اوو ولایتونو کې هم د رأیو بیا شمېرنه بشپړه شي.

د عبدالله دعبدالله د انتخاباتي ټکت دوهم مرستیال اسدالله سعادتي وویل چې د ټاکنو کمېسیون د قانون له مخې عمل وکړي او له وخته بهر ۱۰۲ زره کارول شوې رأیې او ۱۳۷ زره نورې قرنطین شوې رأیې باطلې کړي.

د ثبات او همپالنې ټیم یوه ویاند نور الرحمن اخلاقي وویل چې د ټاکنو کمېسیون ددغو رأیو د معتبر ګڼلو لپاره هېڅ قانوني او حقوقي دلیل نه لري او یوازې په حدس او ګومان پرېکړه کوي.

په نننۍ ناسته کې د ولسمشرۍ کاندید رحمت الله نبیل د یوه ویاند مطیع الله ابراهیمزي او د ټاکنو کمېسیون د رئیسې ترمنځ لفظي شخړه هم رامنځته شوه. ښاغلي ابراهیمزي پر اغلې نورستانۍ نیوکې وکړې چې ګواکې د ټاکنیز بهیر په اړه لازم معلومات نه لري چې د هغې له غبرګون سره مخ شو او د اعتراض په توګه وروسته له ناستې ووته.

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم غړي محمد عمر داوودزي له ټاکنیزو ټیمونو وغوښتل چې د کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي او که کوم شکایت لري د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې مراجعه وکړي.

ښاغلي داوودزي د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل چې د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړي. هغه د ثبات او همپالنې پر ټیم غږ وکړ چې پرېږدې په اوو پاتې ولایتونو بدخشان، فاریاب، تخار، جوزجان، سرپل، بغلان او پنجشیر د رأیو بیاشمېرنې ته اجازه ورکړي.

د عبدالله عبدالله دویم ټاکنیز مرستیال اسدالله سعادتي
د عبدالله عبدالله دویم ټاکنیز مرستیال اسدالله سعادتي

د ټاکنو کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وویل چې دوی د قانون له مخې عمل کړی او د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به اعلان کړي.

ښاغلي مل د میزان ۶مې انتخابات تر ټولو رڼې ټاکنې وبللې او ویې ویل چې دوی به د قسمي او لومړنۍ پایلې اعلان کړي او که څوک له دوی سره مشکل لري، کولی شي قانوني ادارو ته مراجعه وکړي.

دده دغه خبرې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د پلویانو له غبرګون سره مخ شوې.

د عبدالله دانتخاباتي ټیم دوهم مرستیال سعادتي وویل، "زه د خلکو ترڅنګ ولاړیم ، په افغانستان کې له درغلیو راوتلی حاکمیت نه منم، د شفافیت لپاره له ځانه تېریږم، خو په درغلیو ولاړ حکومت نه منم. که له هره ځایه اعلان شي."

وړاندې هم د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره د ښکېلو غاړو یوه ناسته د ټاکنو کمېسیون له خوا بلل شوې وه خو هغې ناستې هم نتیجه نه درلوده. د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي چې معترضو کاندیدانو ته قناعت ورکړي ترڅو د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پای ته ورسوي.

د ټاکنو کمېسیون ځینو غړو ویلي چې که اجازه ورنه کړل شي، نو د اوو ولایتونو له رأیو پرته به د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړي. ددغو پایلو د اعلان په اړه د کمیشنرانو ترمنځ د نظر اختلاف شته.

عبدالله عبدالله ویلي چې که د ټاکنو کمېسیون ددوی قانوني غوښتنو ته له رسېدنې پرته پایلې اعلان کړي، دوی به یې ونه مني او به اړه به یې تفاوته پاتې نه شي.