شاته

غزني کې ماین چاودنې لس ملکیان وژلي

د غزني چارواکي وايي، چې نن د جمعې په ورځ د دغه ولایت د جغتو په ولسوالۍ کې یو موټر د سړک د غاړې پر ماین ختلی، چې له امله یې په دغه موټر کې سپاره لس مسافر وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن جمعه د «لیندۍ۱۳مه»امریکا غږ سره په مرکه کې پیښه تائید کړه او ویې ویل، چې د جغتو د ولسوالۍ د قیاق د درې په سیمه کې د ماین د چاودنې په دې پیښه کې په وژل شوو قربانیانو کې یو ماشوم او څلور ښځې هم شاملې دي.

د غزني د ولایت د دغه چارواکي د وینا له مخې په ټپیانو کې درې ښځې هم شاملې دي، چې د درملنې لپاره د غزني ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د چارواکو د وینا له مخې په موټر کې سپاره مسافر د دایکنډي ولایت اوسیدونکي وو، د غزني ولایت مرکز پر لور روان وو.

د غزني ولایتي چارواکو د ادعا له مخې دا ماین د طالبانو له خوا ښخ شوی وو. خو طالبانو د غزني د ولایتي چارواکو د دغې ادعا په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د غزني ولایتي شورا یو غړي حسن رضا یوسفي امریکا غږ سره د دې پیښې په اړه د خبرو پر مهال پر افغان حکومت د لارو په اوږدو کې د امنیت د ټینګیدو کې د پاتې راتللو له امله انتقاد وکړ او ویې ویل، چې د قیاق په لار هره اونۍ دغسې پیښې رامنځ ته کیږي.

افغان امنیتي ځواکونو درې اونۍ وړاندې پر دغه لار د امنیتي پوستو د اچولو کار پیل کړی او ټاکل شوې د دغې لارې په اوږدو کې د پولیسو دایمي پوستې او مرکزونه جوړ شي.

د غزني د جغتو ولسوالۍ د قیاق درې څخه د دغه ولایت شپږ ولسوالیو او د دایکنډي ولایت ته لار تیریږي.

د دغې لارې په اوږدو کې ځینې برخې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي.