شاته

امریکا په څلورو میاشتو کې دوهم ځل منځنی واټن ویشتونکی راکټ وازمایه

یوه ورځ وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو یو ځمکنی بالستیک میزایل وازمایه د روسیې حکومت ویلي چې دغه اقدام ورته د اندیښنې وړ دی.

دغه میزایل د پنجشنبې په ورځ (دسمبر ١٢) د کالیفورنیا په ایالت کې په یوې امریکایي پوځي اډې کې وازمایل شو.

د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د منع کیدو له تړون نه د امریکا له وتلو وروسته په تیرو څلورو میاشتو کې دا د امریکا دوهمه راکټي ازموینه ده.

واشنگټن وروسته له هغې چې روسیه یې د منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د منع کولو له تړون نه په سرغړونو تورنه کړه د اگست په میاشت کې په رسمي توگه له دغه تړون ووت چې په ١٩٧٨ کې د امریکا او روسیې ترمنځ لاس لیک شوی و.

د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د وسلو د کنترول د ادارې رئیس ویلادیمیر ایماکوف، د امریکا د وروستۍ ازموینې په غبرگون کې وویل: "دغه موضوع د اندیښنې وړ ده. څرگنده ده چې مونږ به هغه په پام کې ونیسو."

د امریکا راکټي ازموینو په عین وخت کې یو بل تړون چې د روسیې او امریکا ترمنځ شته له گواښ سره مخامخ کړی.

دغه تړون چې د امریکا او روسیې ترمنځ د وسله د نه پراخولو لپاره وروستنی تړون دی د ٢٠٢١ کال په فبرورۍ کې که نوی نشي پای ته رسیږي.

مسکو اندیښنه څرگنده کړې چې ددغه تړون موده په پای ته رسیدو ده او د هغې د نوي کولو د خبرو او مذاکراتو لپاره زیات وخت ندی پاتې.