شاته

اندرابي: د افغان نظامیانو تلفات لس فیصده کم شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي، چې له طالبانو سره په جګړو کې د افغان نظامیانو د تلفاتو کچه راټيټه شوې ده.

ښاغلي اندرابي چې د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۱۲مه (لیندۍ ۲۱مه) په امنیتي سکتور کې د ښځو د ونډې په تړاو یوې غونډې وویل: "سره له دې چې د تېر کال په پرتله طالبانو خپل بریدونه ۱۲ فیصده زیات کړي وو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تلفاتو کې ۱۰ فیصده کموالی راغلی دی".

هغه زیاته کړه چې په روان لمریز کال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یرغلیزو بریدونو کې ۲۴ فیصده زیاتوالی راغلی وو، چې په نتیجه کې یې نهه ولسوالۍ له طالبانو څخه بیرته ونیول شوې.

له دې وړاندې یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته تائید کړې وه چې هره ورځ په اوسط ډول له ۲۵ څخه تر ۳۰ پولیسو او له ۱۵ څخه تر ۲۰ د اردو عسکرو ته تلفات اوړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه چې سږکال افغان نظامیان د جګړې په میدان کې پر طالبانو برلاسي وو او د دغې ډلې د "الفتح" عملیات یې له ماتې سره مخامخ کړي.

ښاغلي اندرابي د سولې روانو خبرو ته په اشارې وویل: "د افغانستان خلک دې مطمین وي، چې دولت د امنیتي ځواکونو په قوت باندې په تکیې او د افغانستان د خلکو ارزښتونو په ساتنې سره د تلپاتې او موثرې سولې برنامه پیلوي او پرمخ یې وړي".

د واشنګټن پوسټ د یو وروستي راپور په اساس، له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د طالب جنګیالیو په پرتله د افغان نظامیانو تلفات لوړ وو.

دا راپور چې د دوشنبې په ورځ د دسمبر په نهمه خپور شوی په کې راغلي دي، چې له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا څه باندې ۶۴زره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او له ۴۲زرو څخه زیات طالب جنګیالي په جګړه کې وژل شوي دي.