شاته

جرمني دوه هنديان پر کشمیریانو د جاسوسۍ په تور محکوم کړل

په جرمني کې چارواکي وايي هغه هندي ښځه او مېړه یې په زندان محکوم کړل چې په دغه هېواد کې یې د سیک او هندي اقلیتونو په اړه د هند حکومت ته جاسوسي کوله.

جرمني چارواکي وایي چې دوی د جرمني د مونشنګلابغ سیمه کې اوسېدل او محکمې ته یې ومنله چې جاسوسي یې کوله. محکمېدوی د پنجشنبې په ورځ (دسمبر۱۲) محکوم کړل.

من موهن په جرمني کې د بهرني جاسوس په توګه د کار کولو له کبله په ۱۸ میاشتو بند محکوم شو او مېرمنه یې کانوال جټ بیا جریمه شوې چې شپږو میاشتو لپاره به له امتیاز پرته کار کوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې ۵۱ کلن جاسوس ته به د هر ځل معلوماتو په ورکولو سره ۲۲۳ ډالر ورکول کېدل او هغه د ۲۰۱۷ کال د جولاۍ په میاشت کې د هند له استخباراتي مامورانو سره دوامدار ملاقاتونه لرل.

من موهن د ۱۸ میاشتو بند تر څنګ باید ۱۵۰۰ یورو یوې خیره ټولنې ته هم ورکړي.

محکمې وویل چې من موهن په ۲۰۱۵ کال د هند د استخباراتي ادارې له لوري په دندې ګمارل شوی و او ورته ویل شوي وو چې د کشمیري بیلتونپالو په اړه جاسوسي وکړي.

هند او پاکستان د کشمیر په سر له لسیزو راهېسې لانجې لري.

محکمه وايي چې دغه کس د جرمني په کولوګني کې د سیکانو د عبادت د داخلي مسایلو په اړه او همدغه راز په فرانکفورټ کې د سیکانو د مظاهرو په اړه راپورونه ورکړي وو.

دا ښځه او مېړه یوه اونۍ وخت لري چې د محکمې د پرېکړې پر ضد اعتراض وکړي.