BBC
 شاته

پاکستان کې پر روغتون د وکیلانو یرغل، درې ناروغان مړه شوي

د پاکستان لاهور ښار په یوه روغتون کې له هغه وروسته درې ناروغان وژل شوي، چې سلګونو مدافع وکیلانو له داکټرانو سره له جنجال وروسته پر دغه روغتون یرغل وکړ. ځايي پولیسو د پېښې په تړاو لسګونه مدافع وکیلان نیولي او زندان ته استولي دي.