شاته

امریکا افغانستان کې د عسکرو د کمولو پر مختلفو لارو غور کوي

د متحدو ایالتونو د پوځ یو لوړ پوړي مشر ویلي دي چې د دغه هېواد دفاع وزارت، پنټګان، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د کمولو پر مختلفو لارو چارو غور کوي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۱۱) په کانګرس کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو سره د مبارزې لپاره د امریکايي ځواکونو"لږ تر لږ" موجودیت هم یو انتخاب دی، خو هغه ونه ویل چې له افغانستان څخه به څومره سرتیري کموي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري چې لږ تر لږ ۵۰۰۰ یې د ترهګرۍ پر ضد فعالیتونو کې بوخت دي او نور یې د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي او سلا مشورې ورکوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپر چې په کانګرس کې یې په ګډه له ښاغلي میلي سره خبرې کولې وویل چې له طالبانو سره د سولې د هڅو تر څنګ، اړتیا ده چې امریکا له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز وکړي.

هغه وویل: "موږ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد یو مهم ماموریت لرو. په دې مانا چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرو په ځالې بدل نشي او له دغې خاورې پر متحدو ایالتونو برید ونشي."

هغه وویل چې پنټګان په افغانستان کې د سرتیرو د شمېر کمولو ته چمتو دی او په افغانستان کې د دیره ځواکونو یوه برخه به نورو سیمو ته ولېږدول شي چې د امریکا ګټې خوندي کړي.