شاته

افغان سیکانو مذهبي اقلیتونو ته د هند تابعیت ورکولو پرېکړه ستایلې

یو شمېر افغان-سیکانو د هند د حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کړی دی چې غواړي مذهبي اقلیتونو ته تابیعت ورکړي.

د هند حکومت تېره اونۍ دا لایحه ومنله او وروسته له دې چې د هند د سنا مجلس یې ومني، په قانون بدلیږي. خو د دغې پرېکړې پر ضد په هند کې مظاهرې هم شوي دي.

د افغانستان د اهل هنود او سیکانو د شورا غړي ام من سینګ امریکا غږ سره په خبرو کې د هند د حکومت د دغې پرېکړې هرکلی وکړ، خو وايي چې دا کار به په هند کې د اقلیتي مذهبونو لپاره د نژادي تبعیض پای نه وي.

هغه وویل که افغان-سیکانو او د نورو هېوادونو سیکانو او هندوانو ته د هند تابیعت هم ورکړل شي، هغوی په هند کې افغان بلل کیږي.

په هند کې یو افغان-سیک کډوال رنجیت سنګ وویل: "موږ غواړو چې دا لایحه تصویب شي. سیاسي مخالفان باید له موږ سره مرسته وکړي."

افغان-سیکان ادعا کوي چې په افغانستان کې ورسره ښه چلند نه کیږي او د هند د حکومت دغه اقدام هیله من کړي دي چې ژوند یې ښه او ارام شي.

په هند کې ځینو نورو افغان-سیکانو هم دا پرېکړه ستایلې ده.

د هند کابینې څو ورځې مخکې دا لایحه تصویب کړه چې په اساس به یې هغو مذهبي اقلیتونو ته تابعیت ورکول کیږي چې په افغانستان، پاکستان او بنګله دېش کې له عدلي تعقیب او مذهبي تعصبونو/توپیري چلند سره مخامخ دي.

د سه شنبې په ورځ (دسمبر۱۰) سلګونو مظاهره کوونکو د هند په شمال ختیځ کې ۱۱ ساعتونو لپاره لارې بندې کړې وې.

تېره میاشت د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه پارلمان ته ویلي وو چې دغه قانون به هغو هندوانو، بودایانو، مسیحیانو، سیکانو، زردشتانو او د جېن مذهب لارویانو ته د هند تابعیت اخیستلو ته لاره هواره کړي چې له افغانستان، پاکستان او بنګله دېش څخه دغه هیواد ته تښتېدلي دي.