BBC
 شاته

بګرام کې "موټر بم بریدونو تر ۵۰ ولسي وګړي ټپیان کړل"

د کابل ګاونډ ته پروان ولایت کې چارواکي وايي، هلته د چارشنبې په ګهیځ څو موټر بم بریدونه شوي او ور پسې وسلوال یوه روغتون ته ننوتلي دي. خو افغانستان کې ناټو چارواکو ویلي، چې له بګرام هوايي اډې بهر برید شوی دی، چې امریکايي یا نورو بهرنیو ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.