شاته

د امریکا کانګرس د دفاعي پالیسۍ د بوديجې په تصویبولو موافقه وکړه

د امریکا ولسي جرګې او د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمیټې موافقه وکړه چې ۷۳۸ میلیارده ډالره بودیجه به تصویبوي.

دا پرېکړه د دوشنبې په ماښام ناوخته (دسمبر۹) وشوه.

دا بودیجه د دفاع وزارت د پالیسۍ د تطبیق لپاره تعینه شوې چې له تیرو څو میاشتو راهېسې پرې بحثونه روان وو.

چارواکي وایي تمه لري چې د ملي دفاعدا مسوده د روان میلادي کال تر ختمیدو مخکې تصویب شي.

په دې کې شپږ سوه اته پنځوس اعشاریه څلور (۶۵۸٫۴) میلیارده ډالر د دفاع وزارت او د انرژۍ وزارت د ملي امنیتي پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي.

یو اویا اعشاریه پنځه (۷۱٫۵) میلیارده ډالر يي د بهرنیو روانو جګړو لپاره ځانګړي دي چې د بهرنیو بیړنیو عملیاتو تمویل بلل کیږي.

او پنځه اعشاریه دری (۵٫۳) میلیارده نور ډالر د طبعي آفتونو او خرابې هوا له امله رامنځ ته شویو بیړنیو مرستو او بیا رغاونې لپاره بیلې شوي.

ددی ټولو توضیحاتو سره سره، داسی اندیښنې موجودې دي چې کیدای شي دا بودیجه د تیرو اته پنځوسو کلونو په موده کې د اول ځل لپاره تصویب نشي، ځکه چې ولسي جرګه د دیموکرات ګوند په کنترول او سنا د جمهوري غوښتونکي ګوند په کنترول کې دي.