شاته

مذهبي اقلیتونو ته د هند د تابعیت ورکولو پر ضد مظاهرې

په هند کې یو شمېر خلکو د هند د هغې تصویب شوې لایحې پر ضد مظاهرې کړي دي چې غواړي د مذهب په اساس اقلیتونو ته د هند تابعیت ورکوي.

د هند کابینې څو ورځې مخکې دا لایحه تصویب کړه چې په اساس به یې هغو مذهبي اقلیتونو ته تابعیت ورکول کیږي چې په افغانستان، پاکستان او بنګله دېش کې له عدلي تعقیب او مذهبي تعصبونو/توپیرونو سره مخامخ دي.

د سه شنبې په ورځ (دسمبر۱۰) سلګونو مظاهره کوونکو د هند په شمال ختیځ کې د ۱۱ ساته لارې بندې کړې وې.

د تابعت ورکولو دا لایحه تیره شپه د هند په ولسي جرګه کې په اکثریت رایو تصویب شوه، خو لاهم په قانون د بدلیدو لپاره د سنامجلس منظوري لازمي ده.

تېره میاشت د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه پارلمان ته ویلي وو چې دغه قانون به هغو هندوانو، بودایانو، مسیحیانو، سیکانو، زرتشتیانو او د جین مذهب لارویانو ته د هند تابعیت اخیستلو ته لاره هواره کړي چې له افغانستان، پاکستان او بنګله دېش څخه تښتېدلي دي.

د هند د صدراعظم نریندرا مودي ملتپال واکمن ګوند په ۲۰۱۶ کې دا لایحه مخې ته کړې وه، خو هغه وخت یې پر ضد لاریونونه وشول او مخه یې ونیول شوه.

ښاغلي مودي په خپلو انتخاباتي شعارونو کې دا خبره کړې وه چې هغو مذهبي اقلیتونو ته به د هند تابعیت ورکوي چې په اکثریت مسلمانو هېوادونو کې له ګواښونو سره مخامخ دي.

پر دغې لایحې نیوکه کوونکي وایي چې دا لایحه "د مسلمانانوضد" ده او باید مذهب د تابعیت اخیستلو اصلي شرط نه وي.