شاته

د عدالت نړیواله محکمه د میانمار مسلمانانو د "نسل وژنې" تورونه څېړي

په هالند کې د عدالت نړیوالې محکمې په میانمار کې د مسلمانانو د "نسل وژنې" په اړه د تورونو څیړل پیل کړل. د میانمار د دولت مشره آنگ سان سوچی، د خپل هیواد د پوځ د کړنو د دفاع لپاره پخپله دغه محکمې ته تللې ده.

د گامبیا د عدلیې وزیر چې د اسلامي همکاریو د سازمان په استازیتوب یې د روهینگیایي مسلمانانو په وړاندې د میانمار د دولت د چلند په هکله شکایت په دغه نړیواله محکمه کې ثبت کړی، په لومړنۍ غونډه کې وویل په میانمار کې د مسلمانو په وړاندې چلند باید په رسمي توگه "نسل وژنه" وپیژندل شي او د میانمار د دولت او پوځ په وړاندې باید اقدام وشي.

د گامبیا د عدلیې وزیر ابوبکر تمبادو، وویل: "دا زمونږ نسل ته واقعا د خپگان وړ ده ... بله نسل وژنه پداسې حال کې زمونږ د سترگو په وړاندې د پیښیدو په حال کې ده چې مونږ یې د درولو په اړه هیڅ اقدام نه کوو".

هغه زیاته کړه: "دا زمونږ د ټولو پر وجدان باندې تور داغ دی او ډیر غیرمسولانه به وي چې هغه ته پاملرنه ونکړو او داسې وښايو چې په مونږ پورې اړه نلري."

د میانمار پوځ د ٢٠١٧ کال په اگست کې د یاغیانو د بریدونو په غبرگون کې د میانمار د روهینگیایانو په ضد سخت کمپاین پیل کړ. څه دپاسه ٧٠٠ زره روهینگیایان له میانمار نه بنگله دیش ته وتښتیدل.

د بشري حقونو د څار یو شمیر ډلو د روهینگیایانو په وړاندې د میانمار د پوځ چلند "قومي تصفیه" گڼلې او د ډله ییزو جنسي تیریو، وژنو او د کورونو د سوځولو رپوټونه یې ورکړي دي.

د ملگرو ملتونو د حقیقت موندنې د کمیسیون رئیس د اکتوبر په میاشت کې خبرداری ورکړ چې په میانمار کې د "نسل وژنې د رامنځ ته کیدو د جدي خطر" تصور کیدای شي.

د میانمار دولت دغه تورونه په زغرده رد کړي او ویلي یې دي چې که د بد چلند په هکله شواهد موجود وي، دوی حاضر دي د مسؤلو کسانو په وړاندې اقدام وکړي.

آنگ سان سوچي چې د بشري حقونو اړوند فعالیتونو په وجه ورته په کال ١٩٩١ کې د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه، د میانمار په استازیتوب د لاهه محکمې په غونډه کې گډون وکړ او ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ د هپل هیواد د پوځ نه خپله دفاعیه وړاندې کړي.