شاته

غني: د داسې مذاکراتو هڅه کې یو، چې پایله یې واقعي سوله وي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د داسې مذاکراتو غوښتونکی دی، چې پایله یې په واقعي معنا د جګړې پای ته رسېدل او تلپاتې سوله وي.

ښاغلي غني تېره شپه «د ډسمبر پر۹مه» د اسیا زړه کنفرانس ـ استانبول پروسې په څنډه کې د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي الیس ویلز سره لیدنه کې همدارنګه ویلي، چې سوله د حکومت لومړیتوب او افغانانو اساسي غوښتنه ده.

له ارګ څخه په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي:"موږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې یوو چې پایله یې په واقعي مانا د جنګ پایته رسېدل او تلپاتې سوله وي."

بیان وايي، چې دواړو لورو د افغان سولې بهیر، سیمه ییز اتصال او یو لړ نورو مسائلو باندې خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې ولسمشر غني له اغلې الیس ویلز سره کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي، د سیمه ییز اتصال او همکاریود هڅونې په برخه کې د امریکا له متحده ایالاتو رول ارزښتناک بللی دی.

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څانګړي استازي په دغه کتنې د افغان سولې به بهیر څخه د امریکا د متحده ایالاتو د ملاتړ ترڅنګ ویلي، چې هېواد یې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

ولسمشر غني د اسیا زړه – استانبول پروسې کنفرانس کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو د چارواکو ترڅنګ د ایران اوایرلنډ د بهرنیو چاروله وزیرانو سره هم کتلي دي.

د اسیا زړه ـ استانبول اتم کنفرانس پرون دوشنبه په ترکیه کې پيل شو، چې تمرکز یې پر سیمه ییزې همکارۍ او سولې و، تېره ورځ پای ته ورسېدی.

دا په داسې حال کېده، چې د تېرې شنبې په ورځ په قطر کې د افغان سولې په اړه امریکا او طالبانو خبرې تر درې میاشتنۍ وقفې وروسته بېرته پیل شوې.

امریکايي سرچینو ویلي، چې په دغه خبرو کې د تاوتریخوالې پر کمېدو، چې بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ته زمینه برابره کړي بحثونه کېږي.