شاته

سعودي د فلوریدا د پوځي اډې د برید په پلټنو کې همکاري کوي

د اف بي ای پلټونکي هڅه کوي دا معلومه کړي چې ایا د سعودي د شاهی هوای ځواک ٢١ کلن دوهم بریدمن محمد الشمراني یوازې و او که د یوې لویې توطیې یوه برخه وه و.

یو امریکایي چارواکي ویلي دي چې سعودي وسلوال، محمد الشمراني چې د جمعې په ورځ یې په پینساکولا سمندري اډې کې درې کسان په ډزو ووژل له پیښې لږ مخکې په تویتر لیکلي وو چې امریکا دې د اسرائیل ملاتړ ودروي. هغه امریکا د مسلمانانو پر ضد اعمالو تورنه کړې وه.

اف بي ای تائید کړې چې په دې هکله تحقیقات کوي چې دا برید یو ترهگریز عمل و او که نه. د سعودي عربستان حکومت ژمنه کړې چې په دې اړه تحقیقاتو کې به بشپړه همکاري وکړي.

د امریکایي چارواکو په وینا د امریکا سمندري اکاډمۍ کې د جمعې په ورځ هغه مهال درې محصلین ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول چې دوی هڅه کوله د سعودي وسلوال الشمراني د برید مخه ونیسي. اف بي ای ویلي هڅه کوي ددغه وسله وال د برید انگیزه معلومه کړي.

د اف بي ای پلټونکي هڅه کوي دا هم معلومه کړي چې ایا د سعودي د شاهی هوای ځواک ٢١ کلن دوهم بریدمن الشمراني یوازې و او که د یوې لویې توطیې یوه برخه و.

اف بي ای د سعودي له حکومت څخه په دې تحقیقاتو کې د بشپړې همکارۍ د ژمنې په وجه مننه کړې. د امریکا

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې د سعودي پادشاه سلمان ورسره تیلفوني خبرې کړي او د دې پیښې په اړه یې خپل خپگان څرگند کړی.

د رسنیو له قوله دغه سعودي پېلوټ تر پېښې څو ورځې مخکې ماښامنۍ مېلمستیا کړې وه او په لړ کې یې ده او دریو ملگرو یې په ګډه پر خلکو د ډزو ویډیوگانې کتلې وې. هغه پدې وروستیو کې د نیویارک ښار څخه هم لیدنه کړې وه.

د دې پیښې په تړاو تر اوسه هیڅ څوک نه دی نیول شوي، خو د سعودي عربستان هغه زده کونکي چې د الشمراني سره یې پیژندگلوي درلودله دغې اکاډمۍ ته له تگ نه منع شوي دي او پلټونکو سره همکاري کوي.