شاته

امریکایي مقاماتو د افغانستان د جگړې په اړه خلک تیرایستلي دي – رپوټ

د واشنگټن پوست ورځپاڼې دولتي اسناد خپاره کړي چې له مخې یې لوړپوړو امریکایي مقاماتو د افغانستان د ١٨ کلنې جگړې په هکله په بې حده خوشبینانه ویناو خلک تیرایستلي دي.

ددغو اسنادو په بنسټ دغه لوړپوړي چارواکي پوهیدل چې ویناوی یې ناسمې دي او پدې هکله مدرکونو چې د افغانستان جگړه د گټلو نه وه، پټ کړي دي.

واشنگټن پوست وایي په دغه اسنادو کې د لوړپوړو پوځیانو او لوړپوړو حکومتي مقاماتو سره څه دپاسه ۴٠٠ مرکې شاملې دي. دغو چارواکو په افغانستان کې د تیروتنو په هکله چې څنگه متحده ایالات د تقریبا شل کلنې جگړې په کړکیچ کې گیر شول بې پایه انتقادونه کړي دي.

د واشنگټن پوست د رپوټ په اساس امریکایي مقامات پدې گمان چې ویناوی به یې به عامه توګه بربنډې نشي، منلي دي چې د افغانستان د جگړې ستراتیژیو نیمگړتیا درلوده او متحده ایالاتو د یو باثباته او دموکراتیک افغانستان د جوړولو په هڅه کې په سلگونو میلیارده ډالر ضایع کړي دي.

دغو مقاماتو همداشان ویلي دي چې د فساد د له منځه وړلو، د یو ښه پوځ د جوړولو او د اپین د سوداگرۍ د راکمولو لپاره چندان ښه هڅې ندي کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهورو رئیسانو – جورج ډبلیو بوش، باراک اوباما او دونالډ ټرمپ – ټولو ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د ملت جوړونې په منجلاب کې گیر نه شي. سره له دې دغه رپوټ ښیي چې حتی د جگړې په لومړیو ورځو کې لوړپوړو مقاماتو چې د امریکا د پالیسۍ مسؤل وو، پدې هکله چې د واشنگټن اساسي هدفونه کوم دي او د هغې د لاس ته راوړلو ستراتیژي څنگه ده، مغشوش والی ښودلی و.

د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه ددې اسنادو په هکله تبصره نه ده کړې؛ هغه اسناد چې واشنگټن پوست یې د خپرولو د اجازې لپاره درې کاله حقوقي مبارزه کړې ده.

د افغانستان په جگړې کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان وژل شوي چې په کې ملکیان، یاغیان او کورني او بهرني پوځیان شامل دي. په دې جگړه کې یواځې ۲۴۰۰ امریکایی پوځیان وژل شوي دي او واشنگټن شاوخوا یو تریلیارډ ډالر لگولي دي.