شاته

یو افغان ځوان د ښوونې نصاب ډیجیټلي بڼې ته اړولی

د ښوونې د چارو فعال شمس الحق شمس د افغانستان د ښوونې وزارت ټول نصاب ډیجیټلي بڼې ته اړولی دی.

په نوي جوړ شوي ډیجیټلي نصاب کې د افغانستان د ښوونې د ټولو ټولګیو مضمونونه شامل دي او د یو سافټ ویر په واسطه ټول درسونه د ښوونکو له خوا د ویډیو له لارې تشریح کیږي.

ښاغلي شمس الحق د پنځو کلونو را په دې خوا د دغې پروژې په بشړتیا په یوازې توګه کار کړی دی.

هغه وايي، دا کار یې د دې لپاره کړی، چې ټول افغان ماشومان د ښوونې له نعمت نه برخمن او هېواد کې د باسواده کسانو شمېر ډېر شي:

"لومړی د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ښوونځیو نشتوالی دی، یا هم په جنګي حالاتو کې دي او بله دا چې ځینې کورنۍ خپلې لوڼې مکتب تللو ته نه پرېږدي. دغه سیستم کولی شي دوی ته په کور کې د ښوونځي ټول درسونه تشریح کړي."

د ښوونې نصاب ډیجیټلي بڼه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

د افغانستان په ښونځیو کې د کتابونو نشتوالی هم یوه ستونزه ده خو ښاغلی شمس وايي، که یې سیستم خپور شي کولی شي یاده ستونزه هم له منځه یوسي.

د شمس الحق په وینا د پروژې په بشپړتیا کې هیڅ چا ورنه ملالي ملاتړ نه دی کړی.

شمس وايي، د افغانستان د پوهنې وزارت یې دغه سیستم منلی، خو د پلي کولو لپاره ورته اوس مهال بودیجه نشته.

امریکا غږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د پوهنې وزارت نظر هم واخلي، خو هغوی زموږ ټلیفون ته ځواب را نه کړ.

د ښوونې د چارو کارپوهان د یاد اقدام ستاینه کوي. عزیزالله نیازی چې خپله هم د افغانستان د ښوونې سیستم لپاره یوه طرحه جوړه کړې، ډیجیټلي بڼې ته د نصاب اړول یو ضروري او ګټور اقدام بولي.

هغه امریکا غږ ته وویل:"دا د یو ویشتمې پیړۍ یوه اړتیا ده چې د ښوونې نصاب باید ډیجیټلي شي. زما به نظر دا یو ګټور اقدام دی."

ښاغلي نیازي زیاته کړه که دغه ډیجیټلي بڼه په زده کوونکو وویشل شي په ښوونکو اتکا کموي او زده کوونکو ته د ډېر فعالیت زمینه برابروي.

د رپوټونو پر اساس افغانستان کې ۳۰ نه تر ۳۵ سلنه پورې وګړي سواد لري. ښاغلی شمس الحق وايي، د سیمې هېوادونو د سواد کچې ته په کتو افغانستان وروسته پاتې دی او دا تشه باید ډکه شي.