BBC
 شاته

هلمند کې د افغان پوځ مرکز ته نژدې ځانمرګي بریدګر پنځه سرتېري وژلي

د افغانستان د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې پېښه نن سهار لس بجې هغه مهال شوې چې یو ځانمرګی بریدګر چې په مازدا ډوله ګاډي کې سپور و، مخکې له دې چې د ملي اردو پر مرکز برید وکړي، د امنیتي ځواکونو لخوا ویشتل شوی او چاودنه شوې ده. په دې برید کې پنځه افغان سرتیري وژل شوي او څلور ټپیان دي.