شاته

محمد؛ په امریکا کې د لسو مشهورو نومونو په کتار کې راغلی

د محمد نوم په لومړي ځل په امریکا کې د لسو مشهورو نومونو په لست کې راغلی دی.

د BabyCenter وبسایټ د راپور په اساس محمد او عالیه په امریکا کې د هلکانو او نجونو د لسو مشهورو نومونو په کتار کې راغلي دي.

دا وبسایټ هر کال په دغه هېواد کې هغه نومونه ثبتوي چې کورنۍ یې په خپلو نویو زیږیدلو ماشومانو ږدي.

پر محمد او عالیه سربېره لیام او صوفیا نومونه هم په دغه کتار کې راغلي دي. په ترتیب سره جکسن، نوح، آیدن او ګاریسون یو وار بیا د هلکانو او اولیویا، ایما، ایفا او آریا بیا د نجونو د لسو مهشورو نومونو په کتار ثبت شوي دي.

د BabyCenter نړیوال وبسایت مشره لیندا موري وايي چې د محمد نوم تر دې مخکې په نړۍ کې یو مشهور نوم و او اټکل کېده چې په امریکا کې به هم ژر د مشهورو نومونو په کتار کې اضافه شي.

دا وبسایټ چې د امیندوارۍ او اولاد دارۍ په اړه معلومات ورکوي، هرکال په نړۍ کې ۱۰۰ هغه مشهور نومونه راټولوي او خپروي، چې کورنۍ یې پر خپلو نویو ماشومانو ږدي.

د دغه وبسایت د معلوماتو په اساس محمد په انګلیسي کې په دریو بڼو لیکل شوی: Mohammad, Muhammad او Mohammed. وايي که په یوې بڼې لیکل شوی وای، شاید په لست کې نور هم مخکې وای.

په امریکا کې د لسو مشهورو نومونو دا لست په ۶۰۰ نویو ماشومانو باندې د اېښودل شویو نومونو په اساس تنظیم شوی دی.

محمد عربي او د مسلمانانو د پیغمبر نوم دی. د احصایو له مخې د امریکا د نفوس شاوخوا ۳سلنه مسلمانان دي.