BBC
 شاته

د ټاکنو کمېسیون علني غونډه: لومړنیو پایلو اعلان ته به لار جوړه شي

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې د رامنځته شوي په ټپه ولاړ حالت پای ته رسولو لپاره د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي په یوه علنی غونډه کې معترضو نوماندانو ته قناعت ورکړي. د ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د روانې لانجې د اوارولو په موخه نن د نوماندانو د ټاکنډلو، ګوندونو او ټاکنڅارو ټولنو تر منځ ښکاره غونډه وربللې ده.