شاته

د یوې ښځې زړه د شپږو ساعتو دریدلو وروسته بیرته فعال شو

د بریتانیایي ٣۴ کلنې اندری مارش، زړه له شپږ ساعته بشپړه دریدلو وروسته بیرته فعالیت پیل کړ.

میرمن مارش وروسته له هغې د زړه دریدلو سره مخامخ شوه چې د اسپانیا په غرونو کې د توفاني هوا سره له مخامخ کیدو وروسته یې د بدن حرارت د سړې هوا په وجه راټیټ شو.

میرمن مارش شپږ ساعته وروسته د هلیکوپتر په وسیله د بارسلونا ښار یو روغتون ته انتقال شوه او د ډاکترانو په هڅه یې زړه بیرته فعال شو.

ددې روغتون یو ډاکتر ادوارد ارگودا، وایي د هغې د بدن حرارت کله چې روغتون ته انتقال شوه د سانتيگراد ٢٠ درجې و. په عادي حالت کې د بدن د حرارت درجه د سانتیگراد ٣٧ درجې وي.

ډاکتر ارگودا زیاته کړه چې سړه هوا او د بدن د څرارت درجې راکمیدل ددې سبب شوي وو چې د هغې زړه ودریږي، خو د هغې ماغزه لاهم فعال وو.

میرمن مارش دغه پیښه یو معجزه گڼي او وایي ازموینې ښیي چې د هغې ماغزو ته تاوان ندی رسیدلی او روغتیایي وضعیت یې په بشپړه توگه ښه دی.

د روغتون ډاکتران وایي تر لږې څارنې وروسته به میرمن مارش وکړای شي چې ډیر ژر بیرته خپل عادي ژوند پیل کړي.