شاته

پر 'ناکامورا' د برید تر شا د پاکستان لاس دی ـ مظاهره کوونکي

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» پلویان وايي، پر ډاکټر تېتسو ناکامورا د برید تر شا د پاکستان د څارګرې ادارې «آی اېس آی» لاس دی.

د یاد ګوند پلویانو د جمعې په ورځ د ډسمبر پر ۶مه«لېدنۍ ۱۵مه» په کابل کې د پاکستان د سفارت ومخته د ډاکټر ناکامورا او پنځو نورو افغانانو وژل کېدل وغندل.

د حماسې په نوم د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» غړې او د دغه مظاهرې ګډونوالې امریکا غږ ته وویل، چې ډاکټر ناکامورا پر کونړ سیند د اوبو د بند جوړولو قرباني شو.

نوموړې زیاته کړه: "له دغه اعتراض څخه زموږ هدف دادی، چې د دې وژنې تر شا د پاکستان د حکومت لاس دی، ټاکل شوې وه، چې هغه د کونړ پر سیند بند جوړ کړی وای،موږ پوهېږو، چې د کونړ اوبه مفتې پاکستان ته ځي... پاکستان نه غوښتل چې دغه اوبه له لاسه ورکړي."

په کابل کې د پاکستان سفارت تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

اغلې حماسې د خپل ګوند په استازیتوب افغان حکومت هم د ډاکټر تېتسو ناکامورا د امنیت په ټینګښت کې په پاتې راتلو تورن کړ.

هغې وویل، لکه څنګه چې لازمه وه، حکومت د یاد ډاکټر امنیت ټینګولو ته توجه نه وه کړې.

په افغانستان کې د جاپان د سولې او طبي خدمتونو موسسې مشر ډاکټر تېتسو ناکامورا د تېرې چهارشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې لومړی ټپي او څو ساعتونه وروسته یې ساه ورکړه.

د نوموړي پر موټر په برید کې د هغه موټر چلوونکی او څلورو ساتونکي هم ووژل شول.

تر اوسه پر هغه د برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

پر ډاکټر ناکامورا برید په پراخه کچه وغندل شو او د نوموړي له کورنۍ سره د خواخوږۍ په هدف په کابل او څو نورو ولایتونو کې شمعې بلې شوې.

ولسمشر غني تېره چهارشنبه خبر ورکړ، چې امنیتي ارګانونو ته یې د دغه برید د عاملینو د نیولو سپارښتنه کړې ده.

ډاکټر ناکامورا چې اصلاً د جاپان و، په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او کرنې په برخه کې د غوره خدمت له امله د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی و.