شاته

که ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې لنډ مهاله حکومت دي رامنځته شي ـ حکمتیار

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندید ګلبدین حکمتیار وایي، که چیري د مېزان شپږمې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي، د راتلونکو شفافو ټاکنو تر سره کېدو په هدف باید «لنډ مهاله حکومت» رامنځته شي.

ښاغلي حکمتیار د جمعې په ورځ د (لېندۍ۱۵مه) په کابل کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل، چې د «لنډ مهاله حکومت» په رامنځته کېدو سره به دوهم پړاو احتمالي ولسمشریزې ټاکنې شفافې وي.

هغه وویل:"که چیري ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي او باید چې ولاړې شي، که چیري دغه ټاکنې په ټوله کې باطلې اعلان شي او نورو نوو ټاکنو ته اړتیا وه او ټول اړخونه مواوفق و، په دواړو صورتونو کې موږ یو «لنډ مهاله حکومت» ته اړتیا لرو، چې د هغه په موجدیت کې شفافې ټاکنې تر سره شي."

حکمتیار همدارنګه ټینګار وکړ، چې د سولې خبرو د پرمخ وړلو لپاره هم د «لنډ مهاله حکومت» رامنځته کولو ته اړتیا ده.

د افغانستان د حزب اسلامي د ګوند مشر او د ولسمشریزو ټاکنو کاندید ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د تېرو ټاکنو پرمهال د ۲۴۰۰رای محلونو بایومیټریک دستګاوې ورکې شوي دي.

هغه که هم په دې اړه د کوم شخص او یا ډلې نوم یاد نه کړ وویل:"یا دولتي ټېمونو د کمېسیون له کار کوونکو سره په همکارۍ یا درمالوګ کمپنۍ له اداري مسؤلینو، ولسوالانو او امنیه قوماندانانو سره په ګډه په محلونو کې دغه دستګاوې غلا کړي دی."

هغه وویل، په کومو محلونو کې چې، بایومیټریک دستګاوې غلا شوي دي، باید هلته له سره ټاکنې تر سره شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشریزو ټاکنو ټولې رای باید یو ځل بیا له سره وشمېرل شي او پاکې رای له ناپاکو رایو څخه بېلې شي او کمېسیون باید تر هغه وخته لومړۍ پایلې اعلان نه کړي.

حکمتیار پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې روانه اونۍ د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان د یوې طرحې په وړاندې کولو سره د "حکومت مشارکت ملی انتخابات محور" غوښتنه کړې وه.

امریکا غږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د ارګ او د ټاکنو کمېسیون نظر واخلي، خو د پرلپسې هڅو سره سره ونه توانېدو.