شاته

کندز کې طالبانو سره نښته کې ۹ پولیس وژل شوي ـ چارواکي

د کندز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر څو امنیتي پوستو د طالبانو برید کې ۹ ملي پولیس وژل شوي دي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني د «لېندۍپر۱۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاد پولیس تېره شپه د طالبانو د برید پر مهال وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو په متقابلو ډزو کې ۱۱ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

هغه وویل: "طالبانو د جو بیګم په سیمه کې بریدونه پيل کړل، چې د افغان ځواکونو له مقامت سره مخ شول،په دغه برید کې ۹ تنه شهید شوي او درې نور ټپیان شوي دي، په دغه جګړه کې ۱۱ طالبان هم وژل او ۱۲ نور ټپیان شوي دي، جګړه تر سهار شپږو بجو روانه وه"

تېره اونۍ هم په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پرمهال دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

وسله والو طالبانو د تېرې شپې د برید د مسؤلیت په اخیستلو سره ویلي، چې د قوماندان ظاهر په نوم ۱۴ پولیس یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

بلخوا په کندز کې د ۲۱۷پامیر قول اردو چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د هوايي برید پرمهال پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.