شاته

د ناکامورا کورنۍ او دوستان د هغه د مړي د انتقال لپاره کابل ته رسیدلي

د جاپاني ډاکتر او خیریه کارکوونکي ډاکټر تتسو ناکامورا، د کورنۍ غړي کابل ته تللي چې د هغه مړی جاپات ته انتقال کړي.

د ډاکتر ناکامورا د کورنۍ د غړو په منځ کې چې کابل ته تللي د هغه میرمن او لور هم شامل دي. جاپاني مقاماتو ویلي چې د ډاکتر ناکامورا درې همکاران او د هغه د ښوونځي د وخت یو دوست د هغه د کورنۍ له غړو سره مل دي.

ډاکتر ناکامورا شاوخوا ١٨ کاله په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو او اوبو د مدیریت په برخو کې کار وکړ. هغه د سربندونو په جوړولو سره د ننگرهار ولایت په ښیوه او کامې ولسوالیو کې د زرگونو جریبه ځمکې د خړوبولو لپاره زمینه برابره کړه. هغه په سیمه کې پراخ محبوبیت درلود.

ناکامورا د افغانانو په منځ کې د "کاکا مراد" په نامه شهرت درلود او د مړینې دننه په افغانستان کې پراخه غوسه راپارولې ده. ډاکټر ناکامورا او څلور همکاران یې د همدې تیرې چارشنبې په ورځ د ننګرهار په ښار کې وسله والو ووژل.

بریدگر له حملې وروسته تښتیدلي او پولیسو پدې هکله د پلټنو د پیل کولو خبر ورکړی دی. طالبانو یا بلې کومې وسله والې ډلې تر اوسه د دې برید د کولو ادعا نده کړې.

د ډاکتر ناکامورا مړی د کابل په یو پوځي روغتون کې ساتل کیږي او ټاکل شوې چې ډیر ژر د جاپان د فوکواکا انتقال شي.

تمه ده چې د افغانستان حکومت د شنبې په ورځ د ډاکتر ناکامورا د کارونو او فعالیتونو په درناوي ځانگړي مراسم ونیسي. د روان کال په لومړیو کې جمهور رئیس محمد اشرف غني ډاکتر ناکامورا ته د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړ.

د افغانستان په څو ښارونو کې د ډاکتر ناکامورا په درناوي او یادښت د شمعو بلولو مراسم روان دي او د جمعې په ورځ په جلال آباد ښار کې یوه څلور لارې د هغه په نوم ونومول شوه.

ددې سره جوخت د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت په وړاندې مظاهرې وشوې او اعتراض کوونکو د پاکستان استخباراتي اداره د ډاکتر ناکامورا په وژنه کې په لاس لرلو تورنه کړه. تر اوسه پدې اړه هیڅ ډول شواهد ندي وړاندې شوي او دغه تور په رسمي توگه هم ندی مطرح شوی.