شاته

ایا د اوږې له دغو گټو نه خبر یاست؟

اوږه د زرگونو کلونو راهیسې د گټورو او روغتیایي خاصیتونو د لرلو په وجه هم خواړه او هم درمل گڼل کیدله، خو اوسنیو طبي څیړنو روغتیا ته د اوږې گټورتوب نور هم په ډاگه کړی دی.

د اوږې ډیرې روغتیایي گټې په هغو سلفر لرونکو مرکباتو کې نغښتي چې د اوږې د غوڅولو او یا کوبلو وروسته یې په ترکیب کې زیاتیږي. د اوږې له خوړولو وروسته دغه مکربات بدن ته ننوزي او په ټول بدن باندې درمانونکی اثر کوي.

اوږه د بدن معافیتي سیستم غښتلی کوي او د مکروبي ناروغیو په وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.

د یوې طبي څیړنې موندنې ښیي چې د اوږې خوړل په ریزش باندې د اخته کیدو چانس راکموي او همداشان ددغې ناروغۍ موده لنډوي.

د علمي څیړنو د موندنو، له مخې د اوږې خوړل د وینې فشار راکموي او په قلبي او د رگونو په ناروغۍ باندې د اخته کیدو د خطر او همداشان د مغزي او قلبي سکتو مخنیوی کوي.

یوې بلې څیړنې ثابته کړې چې د ورځې د اوږې د ٦٠٠ نه تر ١٥٠٠ ملي گرامه پوډرو یا د اوږې د څلور پلتو خوړل د اتینولول (د وینې د فشار د کمولو درمل) په اندازه د وینې د فشار د کمولو لپاره گټور دي.

اوږه او اجزاوې یې د وینې غوړ راکموي او پدې توگه د زړه او د رگونو ناروغیو باندې د اخته کیدو مخنیوی کوي.

د څو علمي څیړنو موندنې ښیي چې د اوږې خوړل په وینه کې د بدو کولسټرولو او ترایگلایسراید د کمولو سبب کیږي او پدې ډول زړه او رگونه سلامت ساتي.

سربیره پر دې اوږه کې انتي اکسیدانتونه شته چې په الزایمر او عقلي زوال باندې د اخته کیدو مخنیوی کوي.

یوې نوې څیړنې ښودلي چې په اوږه کې موجود انتياکسیدانتونه د بدن د ساتنې میکانیزم غښتلي کوي، په ځانگړې توگه د مغزو انساج قوي کوي او د هغې د له منځه تللو او ورستیدلو مخنیوی کوي چې له کبله یې په الزایمر او د عقل په زوال باندې د اخته کیدو امکان ټيټیږي.

په چین کې یوې بلې څیړنې موندلي چې په اوږه کې موجود انتي اکسیدانتونه د سرطان ناروغۍ باندې د اخته کیدو مخنیوی کوي او حتی هغوی چې سگرټ څکوي په سرطان ناروغۍ باندې یې تر یوه حده د اخته کیدو مخنیوی هم کوي.

په لرغوني وختونو کې اوږه هغو ورزشکارانو ته د قوت ورکونکې مادې په توگه ورکول کیدله چې په لرغوني یونان کې به یې په ورزشي سیالیو کې ونډه اخیستله.

اوس څیړنو ثابته کړې چې د شپږو اونیو لپاره د اوږې د غوړیو خوړل د قلبي ناروغانو نبض او د زړه حرکت تر ١٢ فیصدو راکموي او د هغوی د بدن فزیکي فعالیت ښه کوي.

د یوې بلې څیړنې موندنو ښودلې چې د بدني تمرین او ورزش نه زیږنده سټریا کیدای شي د اوږې په خوړلو سره راکمه کړای شي.

د اوږې خوړل په بدن کې د زهر لرونکو فلزاتو د اثر د دفع کولو سبب کیږي. د یوې څیړنې موندنو ښودلې چې د اوږې خوړل کیدای شي په وینه کې د سرب اندازه تر ١٩ فیصدو پورې راټیټه کړي.

ګڼو نورو څیړنو ښودلې چې اوږه په ځانگړې توگه په ښځو کې د هډوکو د ورستیدو مخه نیسي. اوږه او پیاز همداشان د مفصلونو د پړسوب په درملنه کې گټور دي.

له ټولو نه مهه دا چې اوږه د خوړو ذایقه او خوند ښه کوي او غذا ته ښه طعم او بوی ورکوي.

خو ددې ټولو گټو ترڅنگ باید د اوږې یو شمیر ستونزې هم په پام کې ونیسو؛ د اوږې خوړل د خولې د بوي سبب کیږي، په ځینو هیوادونو کې اوږه د زیتون د غوړیو او مالگې سره مخلوط کوي چې د سخت بوي مخه یې ونیول شي.

همداشان ځینې کسان د اوږې سره حساسیت لري. له دې سربیره هغوی چې د وینې تویدنې په مشکل اخته دي او یا د وینې د رقیق کیدو درمل خوري باید د اوږې په خوړولو کې احتیاط وکړي، ځکه کیدای شي چې د اوږې زیات مصرف د خونریزۍ د زیاتوالي سبب شي.