شاته

حکمتیار: د ملت له رأیو د دفاع لپاره به له هېڅ اقدام څخه درېغ ونه کړو

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار وايي، که د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ځي، باید ترې وړاندې لنډمهالی یا موقت حکومت جوړ شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د جنجال پر دوام کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې پلویانو لاریون وکړ.

ښاغلي حکمتیار خپلو زرګونو پلویانو ته په وینا کې وویل، په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده او دوی به اجازه ور نه کړي چې څوک درغلۍ له مخې د واک په ګدۍ کېني.

هغه زیاته کړه: "د ملت له رأیو د دفاع لپاره به له هېڅ اقدام څخه درېغ ونه کړو. لاریونونه زموږ د اقداماتو پیل دی. پر دې هم اکتفا نه کوو، له نورو ډلو سره یوځای مخته ځو. د هېڅ ممکنې او مشروع وسیلې له کارولو چې له موږ سره دې هدف ته په رسېدو کې مرسته کوي، ډډه نه کوو."

ښاغلي حکمتیار وړاندیز وکړ چې د انتخاباتو ټولې رأیې باید د ټولو کاندیدانو د استازو او بې طرف پلاوي په حضور کې له سره وشمېرل شي او د انتخاباتو لومړنۍ پایلې باید د پاکو او ناپاکو رأیو تر تصفیې وروسته اعلان شي.

ښاغلی حکمتیار وویل، که ټاکنې دویم پړاو ته ځي، باید ترې وړاندې یو موقت یا لنډمهالی حکومت جوړ شي.

هغه وویل: "که انتخابات دویم پړاو ته ځي، چې باید هم لاړ شي او که دا انتخابات په مجموع کې باطل شول او د نویو انتخاباتو اړتیا شوه، نو په دواړو حالتونو کې موږ سرپرست او موقت حکومت ته اړتیا لرو؛ ترڅو د انتخاباتو شفافیت تضمین شي او په دغه بهیر کې له دولتي امکاناتو استفاده ونه شي."

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې پلویانو په کابل کې لاریون وکړ.
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې پلویانو په کابل کې لاریون وکړ.

د سولي او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر همداراز وویل چې امنیتي ځواکونه باید په ټاکنیزو جنجالونو کې ښکېل نه شي او خپله بې طرفي وساتي.

نوموړي زیاته کړه: "له امنیتي ځواکونو غواړو چې په انتخاباتي منازعه کې د تقلب کارانو، مفسدینو او د خلکو رأیو ته خاینو کسانو ترڅنګ ونه درېږي. یا دې بې طرفه واوسي او یا دې جرأت وکړي له خلکو او د هغوی له مشروع غوښتنو دفاع او ملاتړ وکړي."


د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې د خپل لاریون په پای کې د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره غوښتنه وکړه چې په ۲۴۰۰مرکزونو کې دې ټاکنې بیا ځلي وشي، د رایو بیا شمېرنه دې په ټول افغانستان کې ترسره شي او همدا ډول دې کمېسیون په ټاکنو کې درغلي کوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

که څه هم د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزه ډله د ټاکنو خپلواک کمېسیون په درغلۍ او د یوه ټیم په ګټه کار کولو تورنوي، خو دا کمېسیون وايي، ټولې چارې یې د قانون پر بنسټ پر مخ ځي.

د دې کمېسیون یو کمېشنر اورنګزیب ازادي راډیو ته وویل، داسې هیڅ اسناد نه‌شته چې وښيي چې کمېسیون د چا په ګټه کار کړی او یا هم دوی تر پوښتنې لاندې راولي.

"هیڅ داسې یوه موضوع نه‌شته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په کې خپل استقلالیت نه وي ساتلای او یا هم تر پوښتنې لاندې راشي. د افغانستان خلکو رایه ورکړې، امنیتي ځواکونو یې امنیت نیولی او اوس زموږ مسوولیت دی چې د قانون له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړو. "

خو ښاغلی حکمتیار خبرداری ورکوي چې له مطرحو نوماندانو سره یې هوکړه کړې چې په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنیوي لپاره به له دې وروسته به په یوه ځايي ډول هره پرېکړه کوي.

که څه هم ښاغلی حکمتیار وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د معتبرو او غیر معتبرو رایو د جلا کېدو تر وخت پایلې اعلان نه کړي، خو برحال ولسمشر او ولسمشرۍ ته نوماند محمد اشرف غني پرون په ارګ کې دننه یوې غونډې ته په خندنۍ لهجه ویلي، د نورو هېوادونو د ټاکنو پایلې په یوه یا هم دوه ورځو کې اعلانېږي، مګر دوی ځکه چپ دي چې سیاسي حوصله لري.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر اوسنی حکومت په ټاکنو کې له درغلۍ سربېره د سولې پر وړاندې خنډ بولي، خو د افغانستان حکومت وايي، دوی د سولې لپاره تګ‌لاره او روښانه طرحه لري.

د ګلبدین حکمتیار پلویان داسې مهال په کابل کې سړکونو ته راوځي چې له دې وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې هم د هغه څه پر وړاندې چې دوی یې په ټاکنو درغلي بولي، له کابل سربېره په یو شمېر ولایتونو کې لاریونونه کړي او د ۳۰۰ زره رایو د باطلېدو غوښتنه یې کړې.