شاته

امریکا: ښایي په ایران کې ۱۰۰۰ مظاهره کوونکي وژل شوي وي

د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي نن پنچشنبه (دسمبر۵) وویل چې شاید ایراني ځواکونو په دغه هېواد څه باندې ۱۰۰۰ مظاهره کوونکي وژلي وي.

د امریکاي ځانګړي استازي براین هوکو وویل: " له ایران څخه د حقایقو په راوتلو سره معلومیږي چې د ایران رژیم د مظاهرو له پیل راهېسې تر ۱۰۰۰ ډېر ایراني مظاهره چیان وژلي وي."

نوموړي وویل د مظاهرو پر مهال زرګونه نور ایرانيان ژوبل شويدي او لږ تر لږه ۷۰۰۰ نور نیول شوي دي.

ایران لا نه دي ویلي چې په دغومظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمیر تائید کړی نه دی، خو دا خبره یې کړې ده چې وژل شوي ټول (بلواګر) وو.

د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ وویل چې لږ تر لږه ۲۰۸ وژل شوي کسان یې ثبت کړي دي، خو ایران بیا دغه راپورونه رد کړي دي.

ایران په دغو مظاهرو کې د دغه هېواد د حکومت ضد حکومتونو لاس لرل یادوي.

په ایران کې خلکو وروسته له هغې مظاهرې پیل کړې چې د ایران حکومت د تیلو بیه لوړه کړه.