شاته

زبیده فلاح؛ هغه مسلمانه امریکايۍ چې بې وزلو سره مرسته کوي

پنځه وېشت کلنې امریکايۍ مسلمانې زبیده فلاح په نړۍ کې د لوږې سره د مبارزې لپاره یوه هڅه پیل کړې ده.

زبیده فلاح د بار یا بېسکټ جوړونې یو شرکت پرانیستی چې د یو بېسکټ د خرڅولو په بدل کې بل بیسکټ بې وزلو ته وړیا ورکوي. زبېده همدغه راز هڅه کوي چې له دې لارې د غیر صحي خوړو استعمال هم کم او ورک شي.

دې په ۲۰۱۶ کال کې په خپل کور کې دننه د ( کیور/ شفا) په نامه د بار/ بېسکټ جوړولو یو کوچنی شرکت پرانیست. وايي د شرکت پرانیستل یې دوه لوی هدفونه لري: له لوږې او بې وزلۍ سره مبارزه او د غیر صحي خوړو مخنیوی.

زبیده فلاح د بېسکت جوړلو په حال کې
زبیده فلاح د بېسکت جوړلو په حال کې

د متحدو ایالتونو د صحي احصایي ملي مرکز وايي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ ۳۷٪ بالغو امریکایانو غیر صحي خواړه خوړلي دي او دا شمېره ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

وايي د غیر صحي خواړو له کبله له ۲۰۱۳ راپدیخوا د ۲ او ۵ کلنو ترمنځ عمر لرونکو امریکايي ماشومانو اضافي وزنونه اخیستي او چاق شوي دي، چې صحت ته ښه نه دي.

زبیده وايي د ریاضي او انګلیسي مضامینو ښوونکې وه چې د کیور صحي ګټورو خوراکي توکي د تولید فکر ورسره پیدا شو.

هغې امریکا غږ ته وویل چې هڅه کوي د صحي ګټورو خوړو په دودولو سره په خپل ایالت او نورو سیمو کې د غیر صحي خوړو استعمال کم او یا ورک کړي.

زبیده وايي: "زه د ریاضي او انګلیسي استاده وم. ما خپل شاګردان لیدل چې غیر صحي خواړه لکه چپس او نور مواد به یې خوړل. ما به چې هر ځل وپوښتل ولې دومره خراب توکي خورئ؟ د هغوی ساده ځواب به دا و چې صحي خواړه خوندور نه دي؟"

زبېده د کیور/شفا په نامه دا بار/بېسکټ په کور کې جوړوي، چې سیاه دانه، شات، وچه میوه او نور ترکیبات لري چې خوند یې هم ښه دی. وايي هڅه کوي چې د خلکو له ذهنونو څخه دا خبره هم وباسي چې صحي بېسکټ خوندور نه وي.

زبیده فلاح وايي شرکت یې له بې وزلو سره مرسته کوي
زبیده فلاح وايي شرکت یې له بې وزلو سره مرسته کوي

زبیده فلاح وايي انا به یې سیاه دانه خوړله او هغه به یې د هرې ناروغۍ شفا بلله. د کیور شرکت یو شعار دا هم دی چې :(واخله او ورکړه)، په دې مانا چې د هر بېسکټ په خرڅولو سره یو بل بېسکټ غریبو ته ورکول کیږي چې بې وزلي کمه او ورکه شي.

هغه وايي: "موږ په خپلې کمپنۍ کې یو اجتماعي حرکت او ماموریت لرو. موږ چې په لومړي ځل دا کمپني پرانیستله، هر بار به چې خرڅېده، په بدل کې به مو یو بل بار، یو بې وزله او بي سرپنا سره مرسته کوله. اوس چې مو کمپني پراخه شوې، د خپلو ټولو ګټو یوه برخه په نړۍ کې د لوږې سره د مبارزې لپاره ورکوو."

زبیده فلاح وايي د هر بېسکت له خرڅولو وروسته یو بل بېسکت بې وزلو ته ورکوي
زبیده فلاح وايي د هر بېسکت له خرڅولو وروسته یو بل بېسکت بې وزلو ته ورکوي

مېرمن فلاح وايي چې د خپل شرکت له لارې یې په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې په امریکا او له امریکا د باندې یې مستقیمآ او غیر مستقیمآ له شاوخوا ۲۰۰زره اړمنو خلکو سره مرسته کړې ده چې په مراکش، فلسطین او ګمبودیا کې بې وزله خلک او د سوریې کډوال په کې شامل دي.

وايي شرکت یې له هغو غیر انتفاعي شرکتونو سره تماس لري چې بې وزلو هېوادونو کې خیریه کارونه کوي.

زبیده وايي شرکت د سوریې او فلسطین له کډوالو سره هم مرسته کړې ده
زبیده وايي شرکت د سوریې او فلسطین له کډوالو سره هم مرسته کړې ده

زبیده فلاح له کور څخه دا شرکت چلوي او د باندې هم درې کار کوونکي لري. د دوی ټول کاروبار انلاین دی او وايي چې د میاشتې د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ د ګټورو خوراکي توکيو بار یا بیسکټ خرڅوي.

د اوهایو ایالت د متشبثینو د ۲۰۱۹ کال په سیالۍ کې زبیده فلاح ته د غوره متشبثې جایزه ورکړل شوه چې ۱۰زره ډالر وه. وايي دا جایزه یې ځکه ورکړه چې شرکت یې د بې وزلو لاس نیوی کوي او صحي خواړه دودوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.