شاته

نبیل: ټاکنې بن بست سره مخ دي، د ملي مصالحې حکومت دې جوړ شي

د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید او د ملي امنیت پخوانی ريیس رحمت الله نبیل وايي، سوله او ټاکنې له بن بست سره مخ شوي او له همدې کبله باید په افغانستان کې د مصالحې یا سولې په نامه حکومت جوړ شي.

د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې په طرحه کې، واک یوه بې طرفه شخص ته سپارل، د اساسي قانون تعدیل او اصلاح، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د وسله‌والو ادغام او د ښکېلو لوریو د خلع سلاح کولو موضوعات شامل دي.

ښاغلي نبیل چې د پنج‌شنبې په ورځ یې له رسنیو سره خبرې کولې وویل، د دې ډول حکومت د جوړېدو لپاره باید د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې لغوه شي او طالبان دې اوربند اعلان کړي.

د ښاغلي نبیل په خبره، کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي او تر دې حده رسېدلی چې د هېواد سیاسیون او حکومت د سولې خبرو لپاره د یوه پلاوي د نوم‌لړ په ترتیب نه جوړېږي.

د ولسمشرۍ د ټاکنو دا نوماند وايي، د دې ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې ټول لوري قرباني ورکړي.

هغه زیاته کړه: "د سولې پروسه باید بین الافغاني شي. متاسفانه د سولې اوسنۍ پروسه د امریکا، پاکستان او طالبانو ترمنځ ده. د افغانستان ولس په کې نه‌شته. یا زموږ مشکل دی چې په یوه لیسټ سره نه جوړېږو، یا طرحه نه لرو، یا خودخواهي لرو، یا د ځان د بقا په خاطر، په هر دلیل چې ده، له همدې کبله ما وویل چې ټول باید قرباني ورکړي. "

خو د افغانستان حکومت بیا وايي، له ټاکنو پرته د هر ډول حکومت جوړېدل د اساسي قانون خلاف عمل دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، افغانانو په ټاکنو کې د ګډون له لارې له جمهوریت پرته هر ډول حکومت ته د رد ځواب ورکړی دی.

"د افغانستان نظام جمهوري دی. افغانان له همدې کبله د رایو صندوقونو ته ولاړل چې د دې جمهوري نظام بقا غواړي. د سولې او په بل هر نوم د حکومت غوښتل د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دي."

رحمت الله نبیل داسې مهال د سولې حکومت د جوړېدو غږ پورته کوي چې له دې وړاندې د نوماندانو شورا هم د ملي مشارکت په نوم د حکومت جوړېدو وړاندیز وکړ.

ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل که څه هم په خپله طرحه کې د ولسمشرۍ ټاکنو لغوه کېدل مطرح کوي، خو نن ورځ یې دا هم وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید قانوني مسیر ته را وګرځي او پاکې رایې له ناپاکو جلا کړي.

ښاغلي نبیل په هېواد کې د ټولو ستونزو پړه په یوه ټاکنیز ټیم واچوله چې د ده په خبره په فساد کې لاس لري او هره ورځ له دې لارې شتمن کېږي، خو په واضح ډول یې د چا نوم یاد نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له دوه تنو نورو نوماندانو عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار سره رحمت الله نبیل په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په ټاکنو کې درغلي شوې او دوی به یې پر وړاندې په ګډه ودرېږي.