شاته

غني خلیلزاد ته: اوربند او د طالبانو پټنځایونه باید جدي پام کې ونیول شي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې ولسمشر غني د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

د ارګ اعلامیه وایي چې دوی د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۴) په ارګ کې د سولې په اړه، له "طالبانو سره په اوربند" او سولې ته د رسېدو لپاره په بهر کې د طالبانو د "پټو ځایونو" د موجودیت په اړه خبرې وکړې.

اعلامیه وایي چې ولسمشر غني او ټرمپ هم په دې اړه په بګرام کې سره غږېدلي وو. ښاغلی ټرمپ تېره اونۍ ناببره افغانستان ته ولاړ، هلته یې ولسمشر غني سره هم ولیدل او افغانستان ته یې خپل سفر بریالی وباله.

خلیلزاد بیا نن د چهارشنبې په ورځ (دسمبر ۴) کابل ته تللی و. رویټرز خبري اژانس وایي چې خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو پر لارو چارو له افغان حکومت سره خبرې کوي.

متحدو ایالتونو له طالبانو سره شاوخوا نهه میاشتې د سولې خبرې وکړې، خو په کابل کې د طالبانو په برید کې د یو امریکايي له وژل کېدو وروسته، ولسمشر ټرمپ دا خبرې ختمې کړې.

اوس داسې هيلې پيدا شوي چې دا بهیر به بیا پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سپتمبر د جمهوري ریاست د انتخاباتو پایلې لا اعلان شوي نه دي.