شاته

بلومبرګ د ټرمپ ماتولو لپاره میلیونونه ډالر لګوي

د دموکرات ګوند یو شتمن کاندید، مایکل بلومبرګ غواړي په ټاکنو کې ټرمپ ته د ماتې ورکولو لپاره په ټاکنیزو اعلانونو باندې په میلیونونو ډالر مصرف کړي.

هغه تر دې مخکې هم اعلان کړی و چې نږدې ۴۰ ملیونه ډالر به په اعلانونو مصرفوي.

د تیرو اعلانونو په پرتله، بلومبرګ غواړي دا ځل د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې داسې اعلانونه په تلویزونونو خپاره کړي چې پکې دی د ټرمپ د ماتولو یواځینی جوګه کس وښودل شي. بلومبرګ په خپله ملیاردر دی او د نیویارک ښاروال هم پاتې شوی.

سره له دې چې بلومبرګ یواځې دوه اونۍ وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړ خو د تلویزونونو له لارې خپرو شویو اعلانونو نن سبا هغه په خلکو کې لا مشهور او پېژندلی دی.

بلومبرګ وایي چې له هیچ چا پیسې نه اخلي او غواړي د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د خپل کمپاین ټول لګښتونه په خپله ورکړي.

د هغه ټاکنیز اعلانونه جالبه وي. راروانې اونۍ کې خپریدونکی اعلان به هغه د طبابت او تجارت په ډګر کې اتل وښيي او ورپسې به په اعلان کې وویل شي چې یواځې بلومبرګ کولی شي ټرمپ ته ماتې ورکړي.

د بلومبرګ شتمني د ډموکرات ګوند نورو نوماندانو تر منځ ګونګوسي زیږولي او ځینې هغه د خپلې شتمنۍ له لارې واک ته په رسیدو تورنوي.

بلومبرګ د دغو کاندیدانو او نورو کارپوهانو د تنقید خلاف وایي چې اوسمهال یواځې د ټرمپ ګوښه کول مهم دي.

داسې اټکل کیږي چې د بلومبرګ ټوله شتمني ۵۰ میلیارده ډالره ده.