شاته

د امریکا کانګرس د سپتمبر د ۱۱ مې نیټې په تړاو د سعودي پر ضد لایحه تصویب کړه

د امریکا د استاځو مجلس د جمعې په ورځ پر هغې لایحې باندې رای ګیري وکړه چې په لړ کې به یې د سپتمر د یوولسمې نیټې د پیښې د قربانیانو کورنۍ په دې وتوانیږي چې د سعودي عربستان پر حکومت دعوا وکړي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د امریکا د سنا مجلس د ،،ترهګرۍ د ملاتړ کونکو پرضد عدالت،، په نامه لایحه د روان کال د مې په میاشت کې تصویب کړه . د سعودي عربستان حکومت چې دامریکا دمتحده ایالاتو کلیدي متحد بلل کېږي، ددې لایحې د تصویب سره مخالفت لري.

د سپتمبر د ۱۱ مې نیتې د تروریستي بریدونو د ۱۹ حمله کونکو له ډلې څخه ۱۵ کسه یې د سعودي اتباع وو خو ریاض دا ردوي چې د بریدونو سره یې کوم تړاو درلودی او یا یې د کوم سازمان ملاتړ کړی دی چې د ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

سپینه ماڼۍ هم ددې لایحې خلاف ده او وايي چې دا لایحه کولای سي چې د سعودي عربستان او امریکا اړیکې کمزوري کړي او دا کار به د امریکا اتباع د هیواد څخه د باندي د ،،حقوقو خطرونو،، او ستونزو سره مخ کړي. همدا شان سپینه ماڼۍ وايي چې دا لایحه به که تصویب او توشیح سي ددې دپاره لاره هواره کړي چې بهرني هیوادونه د امریکا پر حکومت باندې حقوقي دعوې وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې دغه لایحه به که چیري د کانګرس د دواړو خونو له خوا تصویب سوه، ویټو کړي.

که چیري سپینه ماڼۍ یې ویټو کړي نو باید د امریکا د سنا او د استاځو د مجلس دوه په درو حصو کې غړي بیا رای ګیري وکړي چې دولسمشر ویټو لغوه کړي او لایحه قانوني بڼه غوره کړي.

دغه لایحه د استاځو په مجلس کې د نیویارک د ایالت د استاځي جیرالد ندلر له خوا طرح شوه او د پیښې د قربانیانو کورنۍ یې سخت ملاتړ کوي.

ندلر وویل چې غواړي د سپتمبر د یوولسمې نیټې د بریدونو د ۱۵ مې کلیزې مخکي پر دې لایحې باندې رای ګیري وسي.

د سپتمبر د ۱۱ مې نیټې په تروریستي بریدونو کې شاخوا ۳ زره کسان په نیویارک، پنسلوانیا او ویرجینا کې ووژل شول. په برید کې د تجارت نړیوال مرکز او د امریکا ددفاع وزارت په نښه سول او برید کونکو الوتکې ورسره وجنګولې. یوه الوتکه د واشنګټن پر لوري راروانه و او د پنسلوانیا ایالت د شنکسویل په سیمه کې یې سقوط وکړ.

د امریکا د استاځو مجلس تقریفا دوې میاشتې وروسته د هغه پر دې لایحې باندې را ګیري وکړه چې ګانګرس د سپتمر د یوولسمې نیټې په هکله ۲۸ پاڼې ریپوټ خپور کړ او په ریپوټ کې پر سعودي عربستان باندې شک څرګند سوی چې د بریدګرو سره یې اړیکې درلودلې.

په نوي خپاره سوي ریپوټ کې داسې مهم څه نه وه چې په نورو اسنادو او ریپوټونو کې یې یادونه نه وه سوې.