BBC
 شاته

عبدالله، حکمتیار او نبیل: په ټاکنو کې د درغلۍ پر وړاندې به درېږو

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو درې تنه نوماندان؛ عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې په ټاکنو کې درغلي شوې او دوی به یې پر وړاندې په ګډه ودرېږي. دوی له یوې ناستې وروسته یوه پنځه مادې لرونکې ګډه خبرپاڼه خپره کړه.