BBC
 شاته

د ارمنستان پلازمېنه ایروان کې د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

Image copyright androlepsy

د راپورونو له مخې، د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې یوې وسله والې ډلې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی او هغه یې نیولی دی.

سیمه ییزو رسنیو جګړه کې د یوه کس د وژل کېدو او څو نورو ټپي کېدو راپورونه ورکړي دي.

ویل شوي چې د پولیسو ددغه مرکز نیوونکو غوښتي چې د دولت یو مخالف فعال جیرار سفیلیان له زندانه خوشي شي.

د ارمنستان د امنیت سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو له بریدګرو سره د خبرو اترو او له مقاومت پرته تسلیمېدو ته د هغوی هڅولو خبره کړې او ویلي یې دي چې ددې برید سمبالوونکی او عاملان به د قانون پروړاندې ځواب ویونکي وي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د پولیسو دغه مرکز کې ځینې کسان یرغمل نیول شوي دي.

پارلمان کې د دولت مخالف یوه غړي له قوله ویل شوي چې د ارمنستان د پولیسو د رییس مرستیال والري اوسیپیان د یرغمل شویو کسانو په ډله کې دی.

په ټولنیزو شبکو کې ځینې تصویري راپورونه خپاره شوي چې ښيي د دولت مخالفینو یوه ډله غړي نیول شوي چې له برید سره په ورته وخت کې یې د ایروان د ازادۍ څلور لاري کې راټولیدل غوښتل.

د پوځ سرتېري سیمې ته استول شوي.